1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو په حوزه کې د یونان پر پاتېدو باندي بحث

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۱۵, دوشنبه

د آلمان د اقتصاد وزیر په نظر د آلمان حکومت غواړي چې یونان د يورو له حوزې څخه ونه ایستل شي. گابریل دا خبره وروسته له هغه وکړه، چې د آلمان په سیاسي کړیو کې له دغې حوزی څخه د یونان د ایستلو په هکله تند بحثونه پیل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1EF5K
انځور: picture-alliance/dpa

له سختو مالي ستونزو سره مخامخ د اروپايي ټولني غړی هیواد، یونان یووار بیا له سیاسي بې ثباتي سره له هغه وروسته مخامخ شو، چې د خپل نوي جمهور رئيس په ټاکنو کې پاته راغی. په همدې وجه د نوي پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو له پاره د جنورۍ مياشتي ۲۵ نېته ټاکل شوې ده.

د نظر پوښتنو له مخې د یونان کیڼ اړخي سیاست وال، «سیریزا» ښايي په دغو ټاکنو د یو پیاوړي قوت په توگه سر را پورته کړي. هغه خپلو خلکو ته وعده ورکړې ده چې د یونان د سپما شخړیزي تگ لاري ته به خاتمه ورکړي او د اروپا اتحادیه به دې ته واړوي چې د یونان د پورونو یوه زیاته برخه ور وبخښي.

دغه تگ لاره له هغو موافقو څخه د مخ اړولو معنی لري چې یونان د اروپا له اتحادېې او له نړیوال وجهې صندوق سره یې تړلي دي. د دغو موافقو له مخې یونان ته د ۲۴۰ ميلیاردو يورو د مالي مرستي ژمنه شوې ده او په بدل کې به يې یونان په خپلو دولتي لگښتونو کې کموالی رامنځ ته کوي او د سپما تگ لاري ته به دوام ورکوي.

«شپیگل»: د يورو له حوزې څخه د یونان ایستل د زغملو وړ دي

د آلمان د «در شپیگل» مجلې د یو رپوټ له مخې د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل او د هغه د مالیې وزیر ولفگانگ شویبله نه غواړي چې یونان د يورو په حوزه کې په هر قیمت چې وي پاته شي. د هغوی د ویناوو له مخي تر دې وروسته «له پولي اتحاد څخه د یونان وتل» د آلمان د فدارلي حکومت له پاره د زغملو وړ دی.

«در شپیگل» د خپل رپوټ په دوام کې د آلمان حکومت د سرچینو له خولي وايي چې د «برلین له نظره، که چیري تر پارلماني ټاکنو وروسته یونان د خپلي سپما تگ لاري ته دوام ور نه کړي، د يورو له حوزې څخه د یونان وتل نور د مخنیوي وړ نه دی.»

د آلمان حکومت د دا ډول رپوټ ورکړای شوو یادونو په هکله تر اوسه پوري په رسمي ډول نه د صدرات او نه هم د مالیی وزارت کومه تبصره کړې ده. خو د حکومت د ویاند مرستیال، گیورگ شترایتر هغه انگیرنه بې ځایه وگڼله چې گويا په دې موضوع کې د آلمان د حکومت په دریځ کې توپیر رامنځ ته شوی دی: «په تگ لاره کې کوم بدلون نه دی راغلی. د آلمان حکومت په دې باور دی چې یونان تر دې وروسته هم خپل مکلفیتونه تر سره کوي.»

«اروپا او آلمان د فشار وړ نه دي»

د آلمان د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل، چې د صدراعظمي انگلا ميرکل مرستیال هم دی، د یونان په موضوع کې له «هانوور الگیماینن» ورځپاڼي سره په مرکه کې هم دغه ډول نظر څرگند کړی دی. گابریل وویل، چې برلین تمه لري د یونان یو راتلونکی حکومت چې د «هرچا له خوا جوړیږي له اروپايي ټولني سره تړل شوي موافقې مراعات کړي.»

گابریل ټینگار وکړ: خو که چیري تر پارلماني ټاکنو وروسته یونان د اصلاحاتو له تگ لاري څخه مخ واړوي، بیا نو « آلمان او اروپايي ټولنه د فشار وړ نه ده.» د آلمان د اقتصاد وزیر وویل چې د يورو حوزه اوس د تیرو کلونو په پرتله ډیره زیاته باثباته ده.

د کیڼ اړخو له خوا انتقاد

د آلمان کیڼ اړخي گوند حکومت تورن کړ، چې پر یونان باندي بې ځایه او ناحقه فشار راوړي او په قصدي ټوگه هغه بې ثباته کوي. د «هاندلزبلات» ورځپاڼي په حواله د «درشپیگل آنلاین» وروستي رپوټ ته په اشارې سره د کین اړخي گوند رئیس، برند ریکسینگر وویل: «د آلمان حکومت له دا ډول قصدي بې احتیاطۍ سره داسي يو بم چوي چې په یونان کې کړکېچ نور هم پراخوي.»