1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو کړکېچ د حل له پاره هڅي گړندۍ سوي

۱۳۹۰ مهر ۲۸, پنجشنبه

د فرانسې ولسمشر نيوکلای سارکوزي پرون ماښام په ناڅابي توګه په فرانکفورت کي د آلمان له صدراعظمي انکيلا ميرکل سره وليدل. د هغوی ليدنه کتنه د اروپا د مرکزي بانک د رئيس، جان کلو ترييشي سره د مخه ښه د لمانځني په څڼده کي وسوه.

https://p.dw.com/p/12vhQ
«د يورو د ژغورني له پاره به حتي د اروپا په تړون کي بدلون راسي.»
«د يورو د ژغورني له پاره به حتي د اروپا په تړون کي بدلون راسي.»انځور: dapd

مرکل او سارکوزي له ليدني کتني څخه وروسته کوم مطبوعاتي کنفرانس ور نه کړ. خو د المان صدراعظمي د اروپا د مرکزي بانک د مخه ښه په لمانځني کي د يورو پر ژغورني باندي ټينګار وکړ او وويل چي د هغي هيواد چمتو دي چي په دي لاره کي له هيڅ ډول «زيار څخه سپما» ونه کړي.

مرکل وويل د يورو د ژغورني لپاره که چيري اړتيا پيدا شي حتي د اروپا په تړون کي هم کيداي شي بدلون رامنځ ته شي. هغه وويل:« وروسته له دي دا بايد يو منع شي نه وي».

له دي مخکي په دغه تړون کي د بدلون راوستلو لپاره د اروپا د اتحاديي د کميساري رييس، خوزي مانويل باروسو دغسي يوه غوښتنه کړي وه.

مرکل نوموړي موضوع ته په اشاري سره وويل: «موږ له ښه مرغه د قانون د واکمني په رڼا کي ژوند کوو. په همدي رڼا کي مونږ عمل کوو. زه پوښتنه کوم په قانون کي چيرته ليک شوي دي چي هغه کي بدلون ممکن نه دي او هرمرو دي د اروپا په سطح د تړون بدلون يوه لسيزه دوام پيدا کړي.»

مرکل وويل:« يورو د اروپا د ارادي څخه استازيتوب کوي، له يورو سره د اروپا د يو والي برخه ليک تړل شوي، د هغي ژغرول د اروپا ژغورل دي.»

د مرکل او سارکوزي ناڅاپي ليدنه کتنه د اروپا د اتحاديي د سر مشرايزي څخه يواځي لږي ورځي مخکي تر سره شو. په دغي سرمشرايزي کي د يورو د ژغورني په يو نوي جوړښت (EFSF) باندي تصميم نيول کيږي. له دغه نوي جوړښت سره د اروپا اتحاديه هڅه کوي چي د يورو د حوزي له مالي لحاظه ځپل شوي هيوادونه، لکه يونان وژغوري.

په يونان کي د چهار شنبه په ورځ له زورپالني سره جوخت د عمومي اعتصاب څخه وروسته نن بيا د نوو اعتصابونو انتظار کيږي. ويل کيږي چي نن به د يونان د ټولني مخکښه پرګنه، لکه ډاکتران، مدافع وکيلان، دولتي اداري مامورين او ښوونکي له کارګرانو سره لاس يو کړي. سره له دي اعتصابونو نن د يونان پارلمان د سپما يو نوي پلان تصويب ته چمتو کړي دي تر څو دغه هيواد د نړيوال پور اخيستني لپاره ټاکل شوي شرايط پوري کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل