1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان لومړي وزير د سپما پروگرام د ملاتړ غوښتنه کوي

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/1429A

د يونان پارلمان د يکشنبې په ورځ د سپما د نوي پلان پر سر رايي اچوي. يونان د يورو پولي واحد هغه غړی هيواد دئ چي د پورونو د بحران او ډېوالي کېدلو له گواښ سره مخامخ دئ.

د نوموړي هيواد لومړي وزير لُوکاس پاپادېموس د پارلمان تر رايي اچونې مخکي پر ټولو ږغ کړی دئ چي د سپما د پروگرام په حق کي رايي واچوي. د نوموړي په وينا د پارلمان غړي يو تاريخي مسئوليت لري.

پاپادېموس زياته کړې ده چي د يونان د ډېوالي کېدلو د مخه نيولو له پاره د سپما د دغه پروگرام پلي کول حتمي دي. د هغه په وينا که داسي ونه سي نو يونان به ډېوالي او په اقتصادي او اجتماعي گډوډۍ به اخته سي. په عيني حال کي په ټول يونان کي عمومي احتساب دوام لري چي پکښي د سرويسونو او اورگاډو بنديز هم شامل دئ.