1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان لومړي وزير پاپندريو استعفا ته غاړه ايښي

۱۳۹۰ آبان ۱۶, دوشنبه

په يونان کي د يو ملي حکومت د جوړيدو له پاره د دولت او مخالفو ګوندونو تر منځ بريالۍ خبري اتري تر سره سوې، او لومړی وزير پاپندريو دې ته حاضر سوی، چي له خپلي دندي استعفا ورکړي.

https://p.dw.com/p/136Il
د يونان دولت يوې موافقې ته د رسيدو په خاطر تر سخت فشار لاندي وو.
د يونان دولت يوې موافقې ته د رسيدو په خاطر تر سخت فشار لاندي وو.انځور: picture-alliance/dpa

د يورو د بحران سره د مبارزې په خاطر په يونان کي دوه لوی ګوندونه پردې خبره باندي ي سره سلا سوي، چي يو مؤقتي حکومت جوړ کړي. دغه حکومت بايد د اوسني صدراعظم ګيورګيوس پپندريو د پاسوک د سوسيالستي ګوند او د اپوزيسيون د مشر انتونيس سمارايس د نيا ديموکراسي په نامه محافظه کاره ګوند څخه جوړ سي.

د دوشنبې په ورځ بايد دا خبره واضح سي، چي نور کوم سياسي قوتونه به په دغه حکومت کي برخه واخلي او څوک به د هغه مشري پر غاړه اخلي.

د جمهور رييس کارولوس پاپوليس د دفتر د معلوماتو له مخه پاپندريو غواړي د صدراعظم په حيث د خپلي وظيفې څخه تيرسي. د رسنيو په حواله به دده ځای ناستی د اروپا د مرکزي بانک پخوانی مرستيال لوکاس پپاديموس سي.

د نوي حکومت وظيفه به دا وي، چي د سپما تدابير او د اصلاحاتو را وستل عملي کړي، د دغه کار په بدل کي به دغه ډيوالي هيواد د يورو د هيوادونو څخه مرستي تر لاسه کړي.

همدارنګه دا فيصله هم سوې، چي په دغه هيوا د کي به د راتلونکي کال د فبرورۍ پر ۱۹نېټه نوي انتخابات تر سره سي.

د يونان دولت يوې موافقې ته د رسيدو په خاطر تر سخت فشار لاندي وو، د پپندريو په وينا، يونان ته د يورو په زون کي د پاته کيدو ډير ضرورت دی.

د يکشنبې په ورځ په ورځپاڼو کي د عامه خلکو د نظرياتو د پايلو څخه دا خبره روښانه وه، چي په يونان کي خلک د يو نوي ملي حکومت جوړيدو ته خوښ دي، او هغوی خپل هيواد د يورو په زون کي پاته کيدل غواړي.

پپندريو د جمعې په ورځ د پارلمان څخه په ډير کم توپير د اعتماد رايي تر لاسه کړې، خو د اپوزيسيون له خوا هغه تر سخت فشار لاندي و، چي د خپلي دندي څخه بايد استعفا ورکړي. بلاخره د يکشنبې په ورځ هغه د خپلي دندي د استعفا او د نوي حکومت د رامنځته کيدو خبري ته چمتووالی وښود.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی:نجيب الله زیارمل