1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان په اړه غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

د يونان د پورونو د بحران په تړاو د يورو زون د مالي چارو وزيرانو غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده. اوس ټولي هيلي د دوشنبې د ورځي په سرمشريزه پوري تړلي دي.

https://p.dw.com/p/1FjdZ
انځور: picture-alliance/dpa/J. Warnand

د يونان د پورونو له بحران او د ډېوالي کېدو له ګواښ سره مخامخ دی. نړيوال وجهي صندوق، اروپايي مرکزي بانک او اروپايي کمېسيون د دغه هيواد د په اقتصادي توګه ژغورلو له پاره پروګرام جوړ کړ چي د پورونو له بحران څخه يې راوباسي.

د دغه پروګرام په ترڅ کي د يونان له پاره د ژغورني يو پروګرام جوړ کړل سو چي ميعاد يې د روان مېلادي کال د جون مياشتي پر ۳۰ مه نېټه پای ته رسيږي.

د دغه پروګرام په ترڅ کي يونان ته ارزانه پور ورکول سوی خو په دې شرط چي يونان به د خپلو پورونو د کمښت او په بوديجه کي د کسر د کمښت له پاره اصلاحات راولي.

د دغه پروګرام په ترڅ کي يونان ځان په دې مکلف کړی وو چي د پور ورکونکو له خوا به د خپل مالي وضعيت او د ژمنه کړل سوو اصلاحاتو د څرنګوالي او عملي کېدو د څارني اجازه ورکوي.

خو کله چي په يونان کي د کين اړخو او ښی اړخو ائتلافي حکومت جوړ سو، نو يې د پور ورکونکو له څارونکو سره همکاري پای ته ورسوله. د لومړي وزير الېکسيس څيپراس حکومت له هغه راهيسي له پور ورکونکو سره پر جوړجاړي نه دی بريالی سوی.

د جون ۳۰مه نېټه

يونان بايد د روانې مېلادي مياشتي تر۳۰ مي نېټې پوري نړۍ وال وجهي صندوق ته ۱،۶ ميليارده يورو د پور بېرته ادا کولو قسط په توګه ورکړي. خو يونان دغه پيسې نه لري او اړ دی چي له پور ورکوونکو هيوادونو څخه هغه پيسې تر لاسه کړي، چي د يونان د په اقتصادي توګه ژغورلو پروګرام په ترڅ کي لا پاته دي.

دغه پاتو پيسې۷،۲ ميليارده يورو دي چي لا له يونان سره د مرستي د پروګرام په صندوق کي پاته دي. خو پور ورکوونکي پر يونان شرط ږدي چي د دغو پيسو تر لاسه کولو تر مخه بايد چي د تقاعد پيسې راکمي او ماليې لوړي کړي. خو د يونان حکومت وايي چي د اصلاحاتو راوستلو له پاره چمتو دی خو د تقاعد کمښت او د ماليو لوړښت ته نه دی چمتو.

د پنجشنبې په ورځ د يورو زون د مالي وزيرانو په غونډه کي د نړيوال وجهي صندوق رئيسې کريسټين لاګارد هم ګډون کړی وو. په دغه غونډه کي اړخونه په دې ونه توانېدل چي يو جوړ جاړي ته سره ورسيږي.

يونان غواړي چي پاته ۷،۲ ميليارده يورو په اختيار کي ورکړل سي، خو د يورو زون وزيرانو د سپما هغه وړانديزونه چي د يونان د ماليې وزير يانيس واروفاکيس له خوا وړاندي سول، ناکافي وبلل.

د نړيوال وجهي صندوق رئيسي کرسټين لاګارد دا خبره يو وار بيا واضح کړه چي وجهي صندوق به يونان ته د جون مياشتي تر۳۰مي وروسته به د ۱،۶ميليارده يورو قسط ادا کولو له پاره به زيات وخت ورنه کړي.

که يونان په راتلونکو ۱۱ ورځو کي دغه مبلغ نړيوال وجهي صندوق ته ونه لېږي، نو دغه صندوق به يونان د ډيوالي سوي يا خپلو قرضو د ادا کولو د نه توان درلودونکي هيواد په توګه درجه بندي کړي او نور به هيڅ پور ور نه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب