د يوه ناروغ له بدنه ۱۹کاله وروسته قيچي راويستله سوه
۱۳۹۵ دی ۱۵, چهارشنبهيوه ويټنامي ۱۹کاله په خپل بدن کي له يوې قيچي سره ژوند کړی. هغه هيڅ خبر نه وو چي د جراحي پرمهال ئې په بدن کي قيچي پاته سوې ده او عادي ژوند ئې کاوه.
د ويټنام روغتيايي چارواکو ويلي دي: «دغه ۵۴ کلن په دې وروستيو کي د معدې له درده شکايت کاوه. کله چي ډاکټرانو د هغه التراساونډ وکړ، په گېډه کي ئې يوه ۱۵سانتيمتره د جراحي قيچي وموندله سوه.»
په نړۍ کي داسي ډېري پيښي کشف سوي چي د يوه ناروغ په بدن کي دي تر عملیات وروسته د جراحي سامان، لکه پنس، ستن او يا د فلزي سامان يو بل شی پاته سوی وي. خو تر اوسه پوري داسي ډېر لږ موندل سوي چي دغه شان خطرناک فلز دومره اوږده موده د يوه ناورغ په بدن کي پاته وي.
د ويټنام ډاکټرانو ويلي دي چي دوی تر درې ساعته عملیات وروسته بريالي سوي دي چي د دغه سړي له گېډي څخه دغه خطرناکه تېره وسيله راوباسي.
ډاکټرانو د هغه روغتيايي وضعيت ښه بللی او ويلي ئې دي چي دغه قيچي کيدای سي د هغه جراحي عمليات پرمهال پاته سوې وي چي په ۱۹۹۸م کال کي ئې کړی وو.
هغه وخت دغه سړی د موټر تر ټکر وروسته عمليات سوی وو. په دغو کلونو کي قيچي له هغه ځايه چي پکښې پاته سوې وه حرکت کړی وو او کلمې ته نژدې پرته وه.
د ويټنام د روغتيا وزارت رسمي سايت هم په دې اړه خپل راپور کي ويلي دي چي دغه سړي ۱۹کاله عادي ژوند کاوه.
د ويټنام قضايي چارواکي اوس په هغو جراحانو پسې گرځي چي د دغه سړي جراحي عمليات ئې کړی وو.