1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوى بلى ښوونځي زده كړيان هم له خيموڅخه درسى خونوته ننوتل

۱۳۸۷ مهر ۱, دوشنبه

د كندهارد ملالۍ ليسي سل هاوو تنو تنكيو نجونو او هلكانو ته د مليونونو افغانيو په لګښت درسى خونى جوړى شوى او نور به دغه ماشوم زده كړيان تر يخو او تودوخيمولاندى زده كړى نه كوى.

https://p.dw.com/p/FMqf
لاتر اوسه دير ماشومان د درس خونې نلري
لاتر اوسه دير ماشومان د درس خونې نلريانځور: reportage-photo.de

او خپلى زده كړى به په عصرى توګه جوړى شويو درسي خونوكښى پر مخ بيايي. د كندهار د پوهنې د تدريسى مرستيال سيد روح الله اغا په وينا، دغه درسي خونې د ښوونى او روزنى له پرمختيايي بوديجې څخه جوړى شويدي.

د ملالۍ ليسې د مديرحاجى عبدالرازق په وينا، د پوهنې د وزارت په چوكاټ كښى دا ډول سهولتونه د ټول هيواد په سطحه ترسترګو كيداي شى. او دا د پوهنې د وزارت د مسؤلينو د قدر وړ دنډې دي، چه افغان تنكى زده كونكي له يخو او ګرمو خيموڅخه راباسى او په عصرى توګه جوړى شويو درسى خونوكښى كښينوي.

بل پلوه عام وګړي هم د دا ډول ودانيو رغولو ته د قدر په سترګه ګوري. د دوي په وينا چه زده كړيانو ته كه د زده كړې امكانات برابروى، هم به د دوي او هم به د هېواد د ايندې لپاره ښه زيري ولري.

د يادونې وړليدل كيږى، چه د كندهار ولايت د ځينو ولسواليو او ښار په ګڼ شمير ښوونځيو او ليسو كښى د دا ډول ودانيو رغول لا اوس هم دوام لري.