1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يو شمېر حيواناتو ساتنه بايد وسي

شيرين گرديوال (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۱۴, دوشنبه

د يو زيات شمېر قطبي ايږانو، دريابي نهنګانو او فيلانو د تقدير ورځي رارسيدلي دي. امريکا غواړي چې په هر ځاي کي د قطبي ايږانو ساتنه وکړي. کينيا غواړي چي تردې وروسته ښکاريان د ګرګدن غړي د نموني په شان نشي وړلای.

https://p.dw.com/p/17pk3
Eisbaer Knut liegt am Freitag (03.12.10) in Berlin im verschneiten Baerengehege im Zoo. Der weltberuehmte Eisbaer feiert am Sonntag (05.12.10) seinen vierten Geburtstag. Foto: Oliver Lang/dapd
Deutschland Zoo Eisbär Knutانځور: Oliver Lang/dapd

آلمان هڅه کوي چې په درياب کې د نهنګانو د حالاتو ساتنه وکړي. د مختلفو حيواناتو د رنګينيو د ساتني له پاره نړيوال کنفرانس مهمي فيصلې کړي دي. په دغه کنفرانس کې دا هيله څرګنده شوې ده چې د هغو حيواناتو او نباتاتو دي ډيره ساتنه وشي، چې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه کنفرانس چې د تايلينډ په پلازمېنه بانکوک کې جوړ شوی دی، د آلمانۍ ډلي مشري ايلزا نيکل د کنفرانس په پيل کې وويل، چې د دغه کنفرانس ليدنه کتنه به ډير بدلونونه مينځ ته راوړي.

په دغه کنفرانس کې چې د واشنګټن د حيواناتو او نباتاتو د رنګينيو د ساتني په نوم ياديږي د ۱۷۸هيوادونو استازي پکښې گډون کړی دئ. دوی به دوولس ورځي د دي آزموينه کوي چې کوم ژوي او نباتات د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي او بايد ساتنه او حفاظت يې وشي.

د پيلانو له عاجونو څخه ډير شيان جوړيږي.
د پيلانو له عاجونو څخه ډير شيان جوړيږي.انځور: picture-alliance/dpa

بانکوک د طبعيت او د طبعيت د رنګينيو ساتنه کوي او د حيواناتو د غير قانوني ښکار په کلکه مخنوی غواړي. تر اوسه پوري۷۰ داسي عريضې د مېز پر سر پرتې دي او دوولس يې بيا داسي عريضي دي چې د ځينو ژوو او نباتاتو خرڅلاو او معامله په کلکه سره منع کوي.

امريکا غواړي چې د قطبي ايږانو د پوست خرڅلاو او د هغوی د غړو سوداګري په نړيواله کچه بېخي منع کړي. په دغه وطن کي همدغه ژوی تر کلکي ساتني لاندي دي. سر بېره پردې کينيا هم دا هڅه کوي چې د ګرګدن د غړو صادرات د جنوبي افريقا او سواسي لنډ څخه په راتلونکې کال کې منع کړي.

په نورو هيوادونو کې د دغو حيواناتو د غړو خرڅلاو منع دئ. کينيا غواړي چې تر دې وروسته ښکاريان د ګرګدن د غړو نمونې له ځانه سره نه يوسي.

تر۲۰۱۷ عيسوي کاله پوري به له څلورو افريقايې هيوادونو څخه د پيلانو د قيمتي غاښونو ليږد منع کړل شي. د پيلانو د قيمتي غاښونو په تړاو تايلينډ هم يو څه شکمني پوښتني لري.

په حقيقت کې همدغه هيواد د پيلانو د غاښو د قاچاق په تړاو يو مرکزي رول ادا کوي.

برازيل غواړي د سپينو نهنگانو پر سوداگرۍ باندي بنديز ولگيږي. دغه راز آلمان او يوشمېر نور هيوادونه هم غواړي چي له نهنگانو څخه دفاع وشي.