1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يو طرفه مستقل فلسطيني دولت داعلانيدو امکانات

۱۳۸۸ آبان ۲۸, پنجشنبه

په دغو ورځو کښي د منځني ختيځ د سولي په پروسه کښي هيڅ حرکت موجود ندی ، او تر دې زيات يې نور د خرابيدو امکان نه ليدل کيږي

https://p.dw.com/p/Kb9O
انځور: AP

د اسراييلو محافظه کاره حکومت د سولي دپروسې د خبرو او معاملې په خاطر يوازي وعدې ورکوي ، خود سولي پخاطر مشخصو قدمو او يا سازشو ته غاړه نه ايږدي . برعکس صدراعظم بنيامين نيتانياهو تر ډيره حده پوري پر دې کاميابه سوی دی ، چه د يهودي ناقلينو پر اسراييلي سياست باندي د امريکا انتقادونه راکم ، او حتی ويې کولای سول چه په شرقي بيت امقدس کښي د 900 نورو کورو دجوړولو پخاطر د امريکا سرښورونه او تاييد پلاس راوړي .

د بيت امقدس شرقي برخه په زور مښلول سوې برخه ده ،چه د فلسطينانو دپاره او د بين امللي حقوقو په چوکاټ کښي يوه اشغالي برخه ، خو بيا د اسراييلو دپاره بيت امقدس ديوه دايمي پايتخت حيثيت لري ، او د سولي په خبرو کښي پر هغه باندي معامله نسي کيدلای .

پدې برخه کښي نيتانياهو داسراييلي اپوزيسون پر ملاتړ باندي هم حساب کولای سي ، اود فلسطينانو راپارونه يې منلې ده .

د اسراييلو لخوا د ناقلينو دپاره د کورونو جوړولو نه بندول ، ددې سبب سول ، چه د منځني ختيځ د سولي پروسه د ناکامۍ سره مخامخ سي، او د جمهوري رياست دپاره محمود عباس بيرته ځان کانديد نکي . البته اوس امکان لري چه محمود عباس بيرته ځان کانديدکي ، خو انتخابات ديوه نامعلومه وخت دپاره ځنډول سوي دي . بيله انتخاباتو څخه محمود عباس جمهوررييس پاتيږي ، او دی اوس په ناکامۍ سره کوښښ کوي چه د حل يوه لار پيدا کي ، اوددې څخه تشويش لري چه که د منځني ختيځ قضيه جهاني اهميت د لاسه ورکي .

پدې لار کښي به يو قدم داوي چه محمود عباس په يو طرفه ډول فلسطيني مستقل دولت اعلان کي . که هغه دولت بيا د نړيوالي ټولني لخوا په رسميت وپيژندل سي ، بيا به نو د منځني ختيځ خبري بل شکل واخلي ، يعني داچه ددوو دولتو تر منځ خبري او بيا به نو اشغال او نيول د يوه مستقل دولت اشغال وي . د اسراييلو تر پوښتني لاندي د اشغاليدو هغه دليل چه دولت وجود نلري، هم له منځه ولاړ سي ، او د ژنيو تړون به پر فلسطيني سيمه باندي هم تطبيق سي .

ديوه دغسي عمل په مقابل کي د اسراييلو رسمي عکس العمل داسي ؤ ،چه بيا به نو په هغه صورت کښي امکان لري اسراييل په لويديز اردن کښي دناقلينو ټولي ساحې په ځان پوري وتړي . او پدې وسيله به شخړه نورهم شديده سي . اسراييلو پدې ډول ،لکه څنګه چه ډيرو فلسطينانو يې پخوا لا اټکل کاوه ، دا تاييد کړل چه په هيڅ صورت حاضر ندی ، د 1967 کال د سرحدونو پر اساس خپل څنګ ته يو فلسطيني دولت وزغمي .

خصوصأ د حماس اسلامي غورځنګ په دغه نظر دی ، چه د کلو کلو راهيسي د محمود عباس په رهبرۍ د فتح د سازمان سره د قدرت پرسر مبارزه کوي . که واقعأ اسراييل نوره فلسطيني خاوره لاندي کي ، نو به حماس نور هم قوي ،او په لويديز اردن کښي به هم نفوذ پيدا کي . يو شيطاني کړۍ .

د بنيامين نيتانياهو دحکومت سخت دريز محمود عباس دې ته مجبوره کوي ،چه بيله خبرو او يوې معاملې څخه هم يو مستقل دولت اعلان او جوړ کي . دا به بيا په خپل نوبت سره اسراييل دې ته مجبوره کي ، چه د فلسطين په مقابل کي اقتصادي محاصره شديده ، او د فلسطيني دولت د اجراأتو او کار کولو امکانات به ډير کم کي . چه دا به بيا هغه فلسطينان قوي کي ، چه د زور اخيستلو لار تعقيبوي .

د فرانسې خارجه وزير کوچما په سمبوليک ډول ويلي وه ، چه راتلونکي ورځي به د اسراييلو د امتحان ورځي وي . هغه به د جهاني عامه ذهنيت دپاره هم يو امتحان وي ، تر ټولو دمخه د امريکا، خو د اروپا دپاره هم .

د تنها ښو خبرو په عوض بايد عمل وسي ، او دغه شيطاني کړۍ ماته سي . او پدې ډول کيدلای سي ،او بايد د فلسطين ديو طرفه دولت اعلان په رسميت وپيژندل ، او ملاتړ يې وسي .

اسراييلو ته په وضاحت سره وويل سي چه جغرافيايي او سياسي سرحد چيري پروت دی .

فليپ/

کتونکی : محمد قاسم نوري