1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يو ورکشاپ په ترځ کي نايانو ته د ساري ناروغيو په اړه معلومات ورکړل سول

۱۳۸۹ آذر ۳۰, سه‌شنبه

دغه وركشاپ چي د هلمند د عامي روغتيا د رياست په همكاري جوړسوى دى هدف يي په سلمانيو كي د ورښتانو د كمولو پرمهال د يو شمير انتقالي مرضونو په وړاندي مبارزه ښود ل سوي ده.

https://p.dw.com/p/Qhlo
سلمانان د وريښتانو د جوړولو پر مهال د يو شمير مرضونو د انتقال سبب كيږي.
سلمانان د وريښتانو د جوړولو پر مهال د يو شمير مرضونو د انتقال سبب كيږي.انځور: : Afraa Mohamad

د هلمند د عامي روغتيا ريس ډاكترعنايت الله غفاري وايي: سلمانان د وښتانو د جوړولو پر مهال د يو شمير مرضونو د انتقال سبب كيږي.

غفاري وويل د ككړو چړو،غچيانو اوڅو تنو ته د د يوې چړي كارول د ايډز د خطرناكه ناروغۍ ترڅنګ د تور ژړي او ځينو نورو جلدي ناروغيو سب ګرځي.

غفاري وويل دا چي په سلمانيو كي كارونه ډير سوي دي نو اړينه ده چي سلمانانو يا ويښتان جوړونكو ته پوره پوهاوي وركول سي.

په دي وركشاپ كي د لښكرګاه د ښآر تر ۳۰ زيات نايانو برخه اخستي ده. د روغتيا ريس ډاكتر عنايت الله غفاري وويل په دي كوښښ كو ي چي دغه راز وركشاپونه تر ولسواليو او كليو پوري وغزوي.

خو په لښكرګاه كي به په هر درو مياشتو كي په لاره اچول كيږي.يو شمير نايان وايي له همدي يو ورځني وركشاپ نه يي ډير څه زده كړي دي دوي وايي هغه نمګړتيا و ته اوس متوجه سوه چي وړاندي به يي عادي ګڼله.

كه څه هم د نايانو د غچيو او چړو له امله ډير خطرناكه ناروغۍ د يوه انسان څخه بل ته انتقاليږي مګر په لښكرګاه كي د دغه وركشاپ ډيرو نايانو ويل په اړه مالومات ډير كم وه او نه پوهيدل چي د كومو چارو له مخي دوي د يو شمير ساري او جلدي ناروغيو مخه نيولي سي.

نايان وايي دوی د عامي روغتيا د رياست له دي كار څخه مننه كوي او غوښتنه كو ي چي راتلونكي كي د نوو او تازه رسيدو امراضو په اړه هم دوي ته ورته وركشاپونه جوړ كړي.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی:نجيب الله زيارمل