1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يُنکر په نومولو کي کېمرون يوازي پاته سو

هسلباخ کرسټوف / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ تیر ۷, شنبه

د اروپايي اتحاديې سرمشريزي د يادي اتحاديې د کميسيون د رياست له پاره ژان کلاوده يُنکر، ونوموه. په داسې حال کې چي د بريتانيې لومړي وزير کېمرون تر وروستۍ دقيقې د هغه مخالفت کاوه.

https://p.dw.com/p/1CRr5
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپا اتحاديه د اروپا په ستره وچه کي د دولتونو هغه ټولنه ده چي پکښي ۲۸ هيوادونه غړيتوب لري. د دغې ټولنې په ساحه کي تقريبا نيم میليارد انسانان ژوند کوي. د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ يو داسي مشترک بازار موجود دی چي پکښي غړي هيوادونه يو د بل پر صادراتو او وارداتو ګمرکي مالیې نه لګوي.
د تجارت د حجم له مخي دغه د اروپايي اتحاديې کورنی بازار په نړۍ کي د خپل ډول تر ټولو لوی بازار دی. په اروپايي اتحاديه کي ۱۸ غړي هيوادونه د يورو په نوم يو پول واحد هم لري چي په دغه ډله کي بريتانيه نه ده شامله.


کميسيون، شورا او پارلمان


اروپايي اتحاديه درې مهم اُرګانونه لري چي هغه د اروپايي اتحاديې د کميسيون، د اتحاديې د شورا او د اتحاديې د پارلمان څخه عبارت دي. د اتحاديې کميسيون تقريبا په يوه هيواد کي حکومت ته ورته جوړښت لري او د کميسيون رئيس تقريبا يوه لومړي وزير ته ورته وي. په دې توګه سره د اروپايي اتحاديې د کميسيون د رياست چوکۍ هغه تر ټولو لوړه او مهمه چوکۍ ده.


د ۲۸ غړو هيوادونو مشران په ګډه سره د دغه چوکۍ له پاره یو کانديد نوموي چي وروسته د اتحاديې په پارلمان کي چي پکښي د ټولو غړو هيوادونو ټاکل سوي استازي ناست دي، رايي اچول کيږي.


په اروپايي اتحاديه کي د تر سره سوو تازه ټاکنو په ترڅ کي د لوکسمبورګ پخوانی لومړی وزير ژان کلاوده يُنکر، د محافظه پال ګوندونو گډ کانديد وو او تر ټولو زياتي رايي د همدغه ګوندونو په برخه سوې. خو د بريتانیې لومړي وزير ډيويډ کېمرون، له اول سره د دې مخالفت کاوه چي ژان کلاوده يُنکر، د اروپايي کميسيون رئيس وټاکل سي.

مېرکل او کېمرون
مېرکل او کېمرونانځور: picture-alliance/dpa


د بروکسل د واک کمولو ژمنه


د کېمرون دليل دا وو چي يُنکر، هغه سياستوال دی چي د غړو هيوادونو د کورنيو پارلمانانو او حکومتونو په تاوان ښايي د اروپايي اتحاديې يا بروکسل اغېز او قدرت ته لا پراختيا ورکړي. دا په داسي حال کي ده چي بريتانيا د اروپايي اتحاديې غړيتوب لري خو د يورو پول واحد د زون غړې نه ده، يعني لاهم خپل پولي واحد پاونډ کاروي.


کېمرون د لومړي وزير کېدو څخه تر مخه په ټاکنيزو کمپاينونو کي ژمنه کړې وه چي که لومړی وزير سي نو به د اروپايي اتحاديې د مرکز بروکسل څخه بېرته د بريتانيې له پاره زيات واک واخلي. همدا وجه بلل کيږي چي کېمرون، تر وروستۍ ورځي پوري د ژان کلاؤده يُنکر، د کميسيون د رئيس په توګه د نومول کېدو مخالفت کاوه.


له دې سره سره چي په ورستيو ورځو کي دا روښانه سوې وه چي له کیمرون سره د پاته ۲۷ غړو هيوادونو د مشرانو څخه ښايي هيڅوک په دغه مخالفت کي ملګرتیا ونه کړي، خو کېمرون ويل: «زه خبر يم چي ټول زما پر ضد دي، خو دا د دې معنا نه ورکوي چي زه خپل نظر بدل کړم.»


«يُنکر، يو نامناسب کس»

ږان کلاوډ يُنکر
ږان کلاوډ يُنکرانځور: Getty Images


کېمرون د هیواد په دننه کي تر سخت فشار لاندي دی. په بريتانيا کي هغه ګوندونه چي غواړي بريتانيا د اروپايي اتحاديې څخه راوباسي، مخ پر وړاندي روان دي. په تيرو سيمه یيزو ټاکنو کي دغه ګوندونو د کېمرون، د محافظه پال ګوند په پرتله زياتي رايي وړي وې.


له بل اړخه کېمرون، ژمنه کړې وه چي په بريتانيا کي به پر دغه پوښتنه ريفرندم يا یوه ټولپوښتنه تر سره کړي، چي ايا بريتانويان په اروپايي اتحاديه کي پاته کېدل غواړي او که غواړي چي د دغې اتحاديې څخه ووځي.


په داسي حال کي چي کېمرون، د آلمان د لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل سره ډيري نزدې سياسي او شخصي اړيکي لري، هغه فکر کاوه چي د ژان کلاوده يُنکر، په نه نومول کېدو کي به مېرکل ورسره مرسته وکړي. خو د مېرکل تر څنګ د سوېډن او هالنډ مشرانو هم د کېمرون د هيلو برخلاف د هغه د دريځ څخه ملاتړ ونه کړ. خو له دې سره سره کېمرون، پر خپل دريځ ټينګار کاوه چي: «ژان کلاوده يُنکر، د دغه کار له پاره يو غېر مناسب کس دی. هغه په خپل ټول ژوند کې د بروکسل د واک او اغېز د زياتولو له پاره او د غړو هيوادونو د اثر د کمولو له پاره کار کړی دی. هغه د دغه اتحاديې د پرمخ بېولو له پاره سم کس نه دی.»


په آخره کي د اروپايي اتحاديې سرمشريزي چي پکښي د ۲۸ واړو غړو هيوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران حاضر ول، پرېکړه وکړه چي ژان کلاوده يُنکر، د دغې اتحاديې د کميسيون د رياست له پاره د خوسي مانويل باروسو، ځای ناستی سي. کېمرون او د هنګري لومړی وزير ويکتور اُربان د ۲۸ مشرانو څخه يوازني مشران ول چي د دغه نومولو پر ضد يې رايي وکارولې. اوس به د اروپا پارلمان د ژان کلاوده يُنکر، د رياست په تړاو رايه اچوي چي په هکله يې فکر کيږي چي اکثريت رايه به تر لاسه کړي او د اروپايي اتحاديې په تر ټولو مهمه چوکۍ به کښېني.