1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټايلنډ د ټاکنو گټونکې د شيناواترا خور ښکاري

۱۳۹۰ تیر ۱۲, یکشنبه

د ټايلنډ په پارلماني ټاکنو کي د حکومت د مخالف ګوند د برياليتوب څرګندي نښاني ليدلي کيږي. که چيري د تايلند د روانو پارلماني ټاکنو تر اوسه پوري شميرل سوي رايي صحيح وي، داسي ښکاري چي د حکومت ستر مخالف ګوند بريالی دی.

https://p.dw.com/p/11oC8
اينګ لوک شيناواترا
اينګ لوک شيناواتراانځور: AP

د راييو ورکونکو څخه د پوښتنو له مخه، چي د يکشنبې په سهار د تايلند د تلويزون له خوا د ټاکنو د حوزو د تړلو څخه وروسته خپري سوې، په 2006 کال کي د پوځ له خوا د پخواني راپرځول سوي صدراعظم، تاکسين شيناواترا ګوند مطلق اکثريت ګټلی دی.

د تايلند د تلويزيون،PBS، رپوټ ورکړ، چي د نوموړي ګوند ښايي د پارلمان د 500 څوکيو څخه 313 ګټلي وي.

شيناواترا خپله په دوبی کي په جلا وطني کي ژوند کوي، خو په دې ټاکنو کي يې خپله خور، اينګ لوک شيناواترا د صدارعظمۍ چوکۍ لپاره کانديد کړې ده.

له ټاکنو څخه مخکي اينګ لوک چي يوه سوداګره ده او سياسي تجربه هم نه لري، خپلو خلکو ته د سوکالۍ د « سرو او شنو» باغونو وعده ورکړه:

د ټاکنو د لومړيو غير رسمي نتايجو په خپريدو سره، د نوموړي ګوند چي د «فيو تاي» په نامه ياديږي د خوښي چيغي او ناري پورته سوي.

د دغه ګوند پلويانو چي ډيری يې اطرافي ولسي خلک دي او په « سور کميسو» شهرت لري، تير کال د واکمن ديموکرات ګوند پر ضد پاڅون وکړ. دغه پاڅون د حکومت له خوا د برچې په زور وټکول سو.

خو اوس دغه ګوند د ديموکراتيکو ټاکنو له لاري بيرته د حکومت د ادارې د ترلاسه کولو له پاره پر خپل مخ دراوزي پرانيستلي.

د اينګ لوک شيناواترا مخالف اوسنی صدراعظم «ابهسيت ويايي وا» دی. هغه چي د تايلند شاهي کورنۍ ته وفادار سړی دی، د پوځي کودتا له لاري قدرت ته ورسيد.

د غير رسمي نتايجو له مخي د واکمن صدراعظم، ابهسيت، ګوند چي ښايي د پارلمان د 132 تر 152 څوکيو پوري ګټلي وي. هغه د ټاکنو څخه مخکي ويلي دي که چيري مخالف ګوند ټاکني وګټي ښايي په تايلند کي ناکرارۍ رامنځ ته سي.

نوی حکومت بايد په خپل ټولنه کي ژور اختلاف چي د پوځي کودتا را په دې خوا رامنځ ته سوي دي له منځه يوسي، که نه نو ښايي پوځ بيرته د سياست ډګر ته ودانګي او د تايلند د بې ثباتي ديموکراسۍ نيالګي بيرته مات کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل