1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټايلنډ سوله ايزي مظاهرې په تاوترخوالي اوښتي

۱۳۸۹ فروردین ۲۲, یکشنبه

په ټايلندکي د کابو يوې مياشتي را په دې خوا د حکومت ضد مظاهرې پرون په خونړيو پيښو بدلې سوې. امنيتي ځواکونو د مظاهره کونکو پر خلاف له وسلو څخه کار واخيست.

https://p.dw.com/p/Mt39
په عيني وخت کي سور کميسو د خپل احتجاج لمن د ټايلنډ نورو برخو ته هم اوږده کړې ده
په عيني وخت کي سور کميسو د خپل احتجاج لمن د ټايلنډ نورو برخو ته هم اوږده کړې دهانځور: AP

د ټايلنډ په پلازمېنه بنکاک کي د حکومت مخالفينو، چي په سور کميسو يې شهرت پيدا کړی، د ښار مرکزي او ځيني نور مهم واټونه له څو اونيو را په دې خوا اشغال کړي دي.

پرون پوليسو او پوځيانو د مظاهره کونکو پر ضد له وسلو څخه کار واخيست او له مظاهره کونکو سره په نښتو کي ښکيل سول. د ژغورني د خدماتو د سرچينو د معلوماتو له مخه په دې نښتو کي لږ تر لږه 19 کسان وژل سوي او څه د پاسه 825 نور ټپيان دي.

د سيمي په وخت پرون ماښام پوځ احتجاج کونکو ته د ډز بنديو وړانديز وکړ. احتجاج کونکي لا تر اوسه د حکومت د مشر، «ابهيسيت وييا ويوا»Abhisit Vejjajiva د استعفاء او د نوو ټاکنو لپاره په خپلو غوښتنو تينګار لري.

سور کميسه مظاهره کونکي چي ډيری يې بې وزله خلک دي د ټايلنډ له شمال او شمال ختيځو ولايتونو څخه په تيرو ورځو کي بنګاک ته تللي دي او د حکومت له مخا لف اړخ سره يو ځای سوي دي. د هغو څخه يوه مېرمن چي د ټايلنډ د «اودون تاني» نومي سيمي څخه د بنکاک په لور روانه وه، د هغه هيواد ټلويزيون ته په لاره کي وويل:

د دولت مخالفین سورکميسو ته خواړه په وړيا توګه ورکوي
د دولت مخالفین سورکميسو ته خواړه په وړيا توګه ورکويانځور: AP

«موږ هدف ته نژدې يو، که چيري سره يو موټی سو او په ګډه مبارزه وکړو. حکومت بلاخره مجبوره کيږي، چي پارلمان منحل کړی او د نوو ټاکنو لپاره لاره هواره کړي. خو که چيري يواځي په کورونو کي پاته سوو او يواځي وږغيږو، زموږ غوښتني نه تر سره کيږي. موږ بايد له ځان سره يو څه واخلو او د بنکاک په لور وخوځيږو.»

يو بل ټايلنډی بيا وايي:

« ما مخکي له دې هم په احتجاج کي ګډون کړی ؤ. دا دی اوس بيا بنکاک ته روان يم. زموږ مشران راته وايي، چي اوس يوه پريکړنده پړاو ته رسېدلي يو»

په عيني وخت کي سور کميسو د خپل احتجاج لمن د ټايلنډ نورو برخو ته هم اوږده کړې ده. په «شيانګ ماي او اودون تاني» کي د ډيموکراسي پلوي نومي غورځنګ چي د احتجاج کونکو سياسي نوم دی، پلويان را ټول سوي. هغوي د Abhisit Vejjajiva تر مشرۍ لاندي حکومت ديکتاتور بولي، او وايي چي هغه د پوځ او د ټايلنډ د اشراف او شتمني طبقي په زور حکومت کوي. د هغوی ډيری يي د پخواني راپرځول سوي لومړي وزير، تاکسين شينا واترا پلويان دي. په بنکاک کي بهرنيو سيلنيانو ته ويل سوي دي، چي له مظاهره کونکو څخه ځان ليري وساتي.

Musch-Borowska/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل