1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي کارکونکو ته قسم ورکړل سو

۱۳۸۹ تیر ۱۶, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لومړي ځل دپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي چارواکو ته د قسم په ورکولو سره له هغوئ څخه ژمنه ترلاسه کړه چي په راتلونکي پارلماني ټاکنو کي به د هر ډول درغليو مخه نيسي.

https://p.dw.com/p/ODCG
د پارلماني ټاکنو د پاره د نوماندانو کامپاينونه روان دي
د پارلماني ټاکنو د پاره د نوماندانو کامپاينونه روان ديانځور: AP

په هغه غونډې کي چي نن د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په مرکزي دفتر کي جوړه سوې وه د افغانستان د څلورديرش ولايتونو څخه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولينو برخه اخيستې وه.

د خپلواک کمېسيون رئيس قضاوتپوه فضل احمد معنوي د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې د ځينو سمونونو راوستلو ته اشاره کړې او ويلي يې دي چي په تيرو ټاکنو کي د درغليو له امله دکمېسيون شپږ زره تنه کارکوونکي دکار څخه ګوښه شوي دي.

د هغه په خبره د څلورو ولايتونو مسوولين لوی څارنوالۍ ته ورپيژندل سوي او د ټاکنو په اړوند د فترونو کي د کارکوونکو د ګمارلو دپاره يې يو سيستم رامنځ ته کړی.

د سوويلي زون د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالواسع الکوزي د لوړي د مراسمو څخه وروسته آلمان ږغ راډيو ته وويل چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي چارواکو ته قسم ورکول په دې مانا نده چي ګواکي پر دوئ باندې کمېسيون ډاډ نلري،بلکي تر دې د مخه هم بايد د لوړې مراسم ترسره سوي وای.

د يادوني وړ ده چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د چمتووالي خبره وکړه او وې ويل چي دوئ د ټاکلي مهال ويش سره سم پرمخ ځي.

فضل احمد معنوي د لوړې د مراسمو ادا کول يې د کميسيون د ټولو اړونده ادارو د چارواکو لپاره اړين وباله او وې ويل چي په نژدې راتلونکي کي به ټول هغه چارواکي چي د کمېسيون په مرکزي دفترونو کي په دندو بوخت دي د لوړې مراسم تر سره کړي.

انور بری پال/ کابل

کتونکی. زيارمل