1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د دویم پړاو له پاره کمپاینونه پیل شول

حسین سیرت۱۳۹۳ خرداد ۱, پنجشنبه

د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو له پاره د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ ټاکنیزې مبارزې پیل شوې. د ټاکنیزو کمپاینونو پر لومړۍ ورځ دواړه نوماندان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله له مخکښو سیاسي څیرو سره څرگند شول.

https://p.dw.com/p/1C4c4
انځور: picture-alliance/dpa

که څه هم د قومي ټیمونو جوړیدل د ټاکنو د دویم پړاو په هکله اصلي اندیښنه وه، خو دواړو نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو د پیلیدو پر لومړۍ ورځ وښووله چې کولای شي د بېلابېلو قومونو د مشرانو ملاتړ خپل کړي.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې تر ټولو مخکښ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله، د پنجشنبې په ورځ په یوې غونډه کې وویل چې ډله یې د بریا په صورت کې د راتلونکي حکومت له پاره مشخصه کړنلاره لري. هغه زیاته کړه: «متخصص ټیمونه لرو چې اوس هم پر برنامو باندې کار کوي. هغوی اوس پر پروگرامونو باندې کار کوي چې خلک زموږ له برنامو اگاه کړي.»

له بلې خوا بیا په یوې بلې ټاکنیزې غونډې کې د لومړي پړاو دویم مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي وینا وکړه او ویې ویل: «زموږ ډله په لومړۍ ورځ د اصلاحاتو له پاره اساسي مذاکرې ترسره کولای شي. د ډاکټر صاحب عبدالله ډله دې وښیې چې د اقتصادي مسایلو پر سر له نړیوالې ټولنې سره څرنگه خبرې کوي.»

د دویم پړاو د ټاکنیزو مبارزو پر لومړۍ ورځ زلمی رسول، گل اغا شیرزی، جمیل کرزی او د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح د ډاکټر عبدالله عبدالله په ډله کې څرگند شول، خو صبغت الله مجددي، پیر سید احمد گیلاني، د زلمي رسول د ټاکنیزې ډلې پخوانی مرستیال احمد ضیا مسعود بیا د اشرف غني په ټاکنيزې ډله کې شامل ول.

مناظرې ته بلنه

دواړو مخکښو نوماندانو ژمنه وکړه چې په مناظرو کې به گډون وکړي او د خلکو پوښتنو ته به ځوابونه ووایي. عبدالله عبدالله وویل چې د وخت د کمۍ له کبله به یوازې په یوې مناظرې کې حاضر شي: «که زموږ خلک په اصطلاح د یوې جانانې مناظرې غوښتونکي وي، نو موږ یې په خدمت کې یو.»

له بلې خوا بیا ډاکتر اشرف غني احمدزي ټینگار وکړ چې د دویم پړاو د مناظرې له پاره باید ډیر وخت ورکړل شي ترڅو دواړه نوماندان د خپلو پروگرامونو د اعلانولو له پاره کافي وخت ولري. هغه روښانه کړه چې د افغانستان خلک باید په دې خبره پوه شي چې کوم نوماند د افغانستان د مشرۍ توان لري.

اشرف غني ټینگار وکړ چې ډله یې غواړي د افغانانو په منځ کې اتفاق او یووالی راولي او نه غواړي چې د زور او تهدید له لارې خپل هدف ته ورسیږي. هغه پر خپل سیال باندې غږ وکړ چې تهدید و نه کړي او په خبره یې له برنامې سره رامیدان ته شي نه له شبنامې سره: «شب نامه د دې نښانه ده چې موږ د شپې په تیارې کې ځانونه ښیو نه د ورځې په رڼا کې.»

خو عبدالله عبدالله بیا وویل چې د هغه د ډلې له خوا هیڅ ډول تهدید شتون نه لري: «موږ د بریالی ډلې په توگه هیڅ ډول تهدید او یا هم بل څه نه دي کړي او نه هم ورته اړتیا لرو. موږ بریالۍ ډله یو.»

دواړو مخکښو کاندیدانو وویل چې د کوچیانو او د کلیو د اوسیدونکو تر منځ ستونزو ته به د پای ټکی ږدي. اشرف غني دا خبره هم وکړه چې کوچیانو منلې ده چې سږ کال مرکزي ولایتونو ته ولاړ نه شي.

امنیتي ستونزې

له بلې خوا بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو د دویم پړاو د امنیت د ټینگولو ژمنه وکړه. د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي، وویل چې د هوا له گرمیدو سره طالبانو هم خپل بریدونه ډیر کړي دي، خو د هغه په خبره افغان امنیتي ځواکونو هم خپل چمتوالی ډیر کړی دی: «که د هوا تود والی د هغوی په گټه دی، نو زموږ په گټه هم دی. موږ هم په دې فصل کې بخاریو، چریکي بسترو او خیمو ته اړتیا نه لرو. موږ هم له گرمیو څخه گټه پورته کوو.»

د پاکستان له خاورې څخه پر خوست، پکتیا، پکتیکا، ننگرها او کونړ ولایتونو باندې د توغندیو بریدونه او د طالبانو د بریدونو ډیریدل هغه لویې امنیتي ننگونې دي چې د ټاکنو د دویم پړاو پر وړاندې پرتې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې یو شمیر بهرني طالبان افغانستان ته د ټاکنو پر وړاندې د ستونزو د رامنځ ته کولو په موخه راغلي دي.