1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنو د لومړۍ پايلو اعلان وځنډېد»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۱۰, سه‌شنبه

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ويلي دي چي د رايو ورکولو پر پروسې باندي د درغليو د تورونو په خاطر به له نزدې ۲۰۰۰ مرکزونو رايي له سره وشمېرل سي. دغه کمېسيون وايي چي نور جزئيات به يې سبا روښانه کړي.

https://p.dw.com/p/1CTNA
انځور: DW/H. Hashimi

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جولای لومړۍ) له دويچه ويله سره په يوه تليفوني مرکه کي وويل چي سبا د چهارشنبې په ورځ به د ټاکنو په اړه ټول جزئيات له هيوادوالو سره شريک کړي.

هغه وويل: «ډير احتمال سته چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دولسمشرۍ ټاکنو د دوهم پړاو لومړۍ پايلي په لنډ وخت کي اعلان نه کړو.»

دا په داسي حال کي ده چي د دغه کمېسيون يوه چارواکي بيا د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو د لومړيو پايلي اعلانول، ځکه ځنډيږي چي د ټول افغانستان په کچه د رايو ورکولو د مرکزونو دريمه برخه به له سره وشمېرل سي.

دغه چارواکي چي نوم يې ښوول سوی نه دی، ويلي دي چي د ۶۰۰۰ رايو ورکولو مرکزونو له جملې څخه به د ۲۰۰۰ مرکزونو رايي له سره وشمېرل سي.

دغه راز ويل سوي دي چي دغه رايي شمېرنه به د جمعې تر ورځي پوري دوام وکړي او وروسته تر هغه به بیا د لومړۍ پايلو د اعلانولو له پاره يوه بله نېټه وټاکل سي.

دغه خبره يوه ورځ له هغه وروسته کيږي چي د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي ول چي د ټولو فشارونو سره سره به له مهال وېش سره سم لومړۍ پايلي اعلان کړي.

د دغه کمېسيون وياند نور محمد نور د دوشنبې په ورځ په کابل کي ويلي ول: «موضوع ډيېره جدي نه ده. هيله لرو چي عبدالله او همکاران يې بيرته له بهير سره يوځای سي.»

د ټاکنو کمېسیون ویاند ټینگار وکړ چي د عبدالله عبدالله د ټولو پوښتنو جوابولو ته چمتو دي. خو روښانه یې کړه چي دغه پوښتني باید د قانون په چوکاټ کي وي. نور وویل: «د ټاکنو کمېسیون له ډواړو کانديدانو څخه غواړي چي د بهیر ملاتړ وکړي. هغه اصول چي موجود دي باید درناوی یې وکړي. په عین حال کې موږ دا خبره هم اعلانوو چي د اصلاحاتو او همپالني ټيم د ټولو پوښتنو ځوابولو ته چمتو يو. موږ هغوی ته قناعت ورکوو خو غوښتني باید د قانون په چوکاټ کي وي.»