1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د پايلو دپاره ځانگړي محکمې په کار پيل وکړی

۱۳۸۹ دی ۱۴, سه‌شنبه

د ولسي جرګې ددوهم پړاو په ټاکنو کي چي کومي سرغړوني او درغلۍ سوي حکومت د محاکمو صلاحيت د قانون له مخه د ستري محکمې په چوکاټ کي د معترضوکانديدانو د حقوقي دعوو د حل وفصل لپاره يوه ځانګړي محکمه جوړه کړه.

https://p.dw.com/p/QmZ6
د تر سره سوو پارلماني ټاکنو يو انځور
د تر سره سوو پارلماني ټاکنو يو انځورانځور: AP

د ځانګړي محکمې ريس صديق الله حقيق نن دويچه ويله ته وويل چي ټاکل سوې ده د ملي شورا د پرانستلو تر وخته د ۴۵۰ شاکي کانديدانودوسې وڅيړي.

د هغه په خبره د کاند يدانو دوسيي لومړی حقوقي دوسې له جزايي څخه جلاکيږي او بيا څيړل کيږي.

حقيق د هغه پوښتني په جواب کي چي د ټاکنيزو مسئلو څيړل او حل کول خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کار دی نو محکمې ته څه اړتيا ول وويل:

« دا د حکومت او د ستري محکمې تصميم ووچي د محاکمو د صلاحيت د قانون له مخه ونيول سو.»

هغه وخت کم وباله خو ډاډ يې ورکړچي شپه او ورځ به پر ټاکلو دوسيو کار وکړي اوعادلانه پريکړي به صادرکړي.

حقيق وويل چي موږڅلورنيم سوه دوسيوته د قانون له مخه رسيدګي کوو په دې برخه کي هيڅ داخلي اوخارجي فشارته نه تسليمږواوهغه به کووچي قانوني وي اوحق پکښي حقدارته وسپارل سي.

د حقوقي ځانګړي محکمې ريس په دې اړه چي آيا دغه محکمه د ولسي جرګې د ترسره سوو ټاکنو د لغو کيدو او د سره د ټاکنو صلاحيت لري که نه وويل:

« سره ددي چي دا د وخت نه دمخه ده چي ووايو موږ د دوسيو څرنګوالي او د لانجې حجم ته ګوروچي په دي ټاکنوکي څومره سرغړوني اودرغلۍ سوي دي او ترکومه بريده مشروعيت لري.»

هغه وايي، دا چي ددې محکمې پرکړه يو پړاويز او وروستۍ ده ځکه نو د قانون په چوکاټ کي د هرډول پريکړي د صادرولو حق ورته حاصل دی. خو وليدل سي چي ايا خبره د ټاکنو تر لغوه کيدو پوري رسي اوکه نه په پاي کي به څرګنده شي.

دا په داسي حال کي ده چي همدا اوس ددې اړخه رامنځ ته سوې لانجه د هري ورځي په تيريدو زوراخلي او د معترضو کانديدانو غبرګونونه همداسي روان دي.

که بريالي کانديدان ناکام ونومل سي هم لانجه پراخيږي او که ټاکني باطلي اعلان سي داهم په يوي سياسي غوغا بدليدای سي.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل