1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو لومړنۍ نتيجې به نن اعلان شي

۱۳۸۸ شهریور ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کې به د ټاکنو لومړنۍ نتيجې چې د لس په سلو کې شمېرل شويو رايو پر بنسټ لاسته راغلي دي، نن د سه شنبې په ورځ اعلان شي.

https://p.dw.com/p/JHho
انځور: AP

د دغو ټاکنو په سر د درغلۍ تورونه لگول شوي دي او د ولسمشر حامد کرزي او د هغهء د اصلي سيال عبدالله عبدالله لخوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د گټلو ادعاوې شوې دي. د دوشنبې په ورځ د ماليې وزير عمر زاخيلوال وويل، هغه ارقام چې دهء د کابينې د غړي په صفت ليدلي وو، دا ښېي چې حامد کرزي 68 په سلو کې رايې گټلې دي او مخکې دی، چې له دې کبله به د ټاکنو دويم روڼ ته اړتيا نه وي. دغه خبره د ډاکتر عبدالله د وياند لخوا په کلکه رد شوې ده او ادعا شوې چې نوموړی له کرزي څخه وړاندې دی.

چارواکي به دغه لومړنۍ پايلې نن مازديگر وړاندې کاندي، په داسې حال کې چې د شکايتونو د اورېدلو کميسيون خبرداری ورکوي چې وروستنۍ پايلې به د درغليو د 225 ثبت شويو پېښو په اړه د پلټنو تر اغېزې لاندې راشي. ملگرو ملتونو د ټاکنو د خپلواک کميسيون له دغو څېړنو څخه ملاتړ وکړ او په ټولو ښکېلو لوريو يې د زغم د درلودلو غږ وکړ. د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کاي ايدهء وويل:

«دا زما وظيفه نه ده چې د دغو درغليو اهميت او څومره والی اندازه کړم. دا به د هغې پروسې په جريان کې څرگنديږي چې اوس شروع کېدونکې ده او د شکايتونو د اورېدلو کميسيون په کې مهم نقش لري.«

د ټاکنو د کميسيون وياند نور محمد نور په ډاگه کړه چې دا مهال لس په سلو کې رايې شمېرل شوې دي چې پايلې به يې نن مازديگر اعلانيږي. خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون د بې طرفۍ په اړه هم پوښتنې شته، ځکه چې مشر يې، عزيزالله لودين، د حامد کرزي پخوانی سلاکار و. دغه اندېښنې په تېره بيا د حامد کرزي د سيال عبدالله عبدالله، د ټاکنو د خپلواکو څارونکو او په متحده آيالتونو کې د بشر د حقوقو د څارډلې لخوا مطرح شوې دي.

يوهء غربي دپلومات چې د نوم له اخيستلو څخه يې ډډه کوله، وويل «د ټاکنو خپلواک کميسون که څه هم چې ځينې علاقې لري، خو هغوی په درغليو کې فعاله ونډه نه اخلي لکه څنگه چې ځينې کتونکي وايي او ادعا کوي.»

کرزی تر ټاکنو وړاندې مخکښ نوماند گڼل کېدهء، خو د هغهء پخواني د بهرنيو چارو وزير عبدالله قوي کمپاين وکړ او د افغانستان په جنوب کې، چيري چې کرزي تېر ځل ډېرې رايې وړې وې، دا پلا په راپورونو کې ويل کيږي لږو خلکو په ټاکنو کې ونډه اخيستې ده. له دې کبله هغو گنگوسو زور اخيستی چې وايي د ټاکنو دويم پړاو ته اړتيا ليدل کيږي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د شکايتونو له 225 پېښو څخه 35 مواردو ته ډېر اهميت ورکوي چې کېدای شي د ټاکنو پر پايلو باندې هم اغېزې ولري.

نسيم صابر
کتونکی: يحيی وردک