1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنو وروستیو پایلو ته باید انتظار وباسو»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي د لومړیو پایلو له اعلان یوه ورځ وروسته وویل چې پایلې مني، خو د عنوان شوو درغلیو تصفیه یوازې د افغانستان د «حاکمو قوانینو» په چوکاټ کې ویني او وروستې پایلې راتلونکی ولسمشر ټاکي.

https://p.dw.com/p/1CYIv
انځور: picture-alliance/dpa

اشرف غني احمد زي، دغه یادونې په کابل کې د سه شنبې په ورځ يوه خبري کنفرانس ته وروسته له هغې وکړې چې د هغه سیال ډاکټر عبدالله عبدالله، د دوهم پړاو ټاکنو لومړي نتایج رد کړل. اشرف غني وویل چې د تحول او تداوم ټیم باور لري چې د ټاکنو د دوهم پړاو د لومړیو پایلو له اعلان سره هغه شک او تردیدونه له منځه ولاړل چی له خلکو سره وو.

د ټاکنو د لومړیو نتایجو له مخې اشرف غني احمدزی له خپل سیال ډاکټر عبدالله څخه وړاندې دی. خو د ټاکنو پایلې د ډاکټر عبدالله له تند غبرگون سره مخامخ شوې. تر دې دمخه ډاکټر عبدالله ویلي وو چې د دوهم پړاو ټاکنو گټونکی دی او تقلبي حکومت نه مني.

خو اشرف غني، دغو څرگندونو ته په غبرگون کې وویل: «موږ په قطعي ډول د هر ډول یو اړخیزو غیر قانوني اقداماتو مخالف یو او هغه د هیواد د سلامتیا ل پاره تاوان گڼو.»

اشرف غني، پر دې خبره ټینگار وکړ چې د خپلو رایو په پاکوالي او روڼتیا باندې باور لري. هغه دا ادعاوې چې گواکې په یو شمیر ولایتونو کې یې په درغلیو رایو تر لاسه کړي رد کړې او وویل چې د ۱۹۳۰ محلونو د رایو څیړلو ښوولې ده چې د ډاکټر عبدالله ډیری رایې باطلې شوي دي.

ولسمشرۍ ته نوموړي کاندید وویل، چمتو دی چې د ۷۱۰۰ محلونو رایې چې د ډاکټر عبدالله له لوري یې وړاندیز شوی دی تفتیش شي او نړیوال بنسټونه دې هم د رایو له تفتیش څخه څارنه وکړي.

اشرف غني احمدزي وړاندې وویل چې پر یوه پراخه بنسټه ملي حکومت باندې باور لري. نوموړي کاندید یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې د خبرو اترو لپاره چمتو دی. اشرف غني احمدزي د افغانستان له خلکو وغوښتل چې خپله آرامي وساتي او د نهایي پایلو تر پایه انتظار وباسي.

یوناما: پایلې د بدلون وړ دي

په عین حال کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سیاسي نمایندگۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا نهایي پایلې نه دي او د بدلون وړ دي. په دغې اعلامیه کې له ټاکنیزو کمیسیونونو څخه غوښتل شوي دي چې «مسوولانه او په شفافه» توگه عمل وکړي.

همداشان ملگرو ملتونو په دغې اعلامیه کې له دواړو نوماندانو غوښتي دي چې د خپلو پلویانو له لوري د هر ډول اعمالو چې په افغانستان کې د بې قانونې او بې ثباتۍ سبب کیږي مخه ونیسي.