1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنو پايلي دي ژر اعلان سي»

حسين سيرت/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ مرداد ۳۰, پنجشنبه

په کابل کي د يوه لاريون په ترڅ کي په لسونو ملکي وگړو او د مدني ټولنو فعالانو له دواړو کانديدانو څخه وغوښتل چي خپل ترمنځ اختلاف ليري او پرېږدي چي د ټاکنو پايلي اعلان سي. لاريون په سوله ييزه توگه تر سره سو.

https://p.dw.com/p/1Cyih
انځور: DW/H. Sirat

په کابل کي د لاريون کوونکو نيوکه دا وه چي د ولسمشرۍ ټاکنو د رايو د تفتيش پروسه له زیات ځنډ سره مخامخ ده. دغو لاريون کوونکو له دې څخه سر ټکاوه چي د تفتيش پروسه هره ورځ د کانديدانو د څارونکو تر منځ د نوو جنجالونو له کبله اخلال کيږي. په کابل کي له هغه وروسته په لسونو انسانانو لاريون وکړ چي د رايو د تفتيش له پېل راهيسي يوازي پنځوس سلنه د رايو صندوقونه تفتيش سوي دي.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو نمايندگي يوناما هم ولسمشرۍ ته له کانديدانو څخه غوښتي دي چي د تفتيش پروسې ته دي احترام وکړي او د ځنډ او اخلال زمينه دي يې نه برابروي.


په افغانستان کي د ټاکنو کمېسيون رئيس عبدلستار نورستاني خبرداری ورکړی دی، چي که د کانديدانو له خوا مؤظف سوي نظارت کوونکي مخ په وړاندي هم د تفتيش په پروسه کي جنجال رامنځ ته کړي، نو ښايي د تفتيش پروسه نوره هم پسي وځنډيږي.

د کابل يو شمېر اوسېدونکو او د مدني ټولنو فعالانو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اگست ۲۱مه) د يوناما د دفتر مخي ته د لاريون پر وخت غوښتنه وکړه چي د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلي دي ژر تر ژره اعلان کړل سي. د دغو لاريون کوونکو يو کس محمد جوادي وويل:

«ټول په جريان کي دي چي ټاکني ځنډنۍ سوې او په نتيجه کي يې خلکو ته اندېښنې پيدا سوې، اقتصادي رکود، امنيتي بحران، فقر او بېکاري زياته سوه او پر جنوبي ولايتونو د توغنديو توغول جريان لري.»

په کابل کي لاريون
انځور: DW/H. Sirat

د امريکا د بهرنيو چارو وزير تقريباً څلور اونۍ دمخه له هغه وروسته کابل ته ورسېد، کله چي ولسمشرۍ ته د کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ جنجالونه جدي سول. وروسته دواړو کانديدانو د کېري په منځګړتوب يو پرېکړه ليک لاسليک کړ چي پکښي د «ملي وحدت» د حکومت پر جوړولو هوکړه وسوه.

د دغه پرېکړه ليک پر اساس بايد ټولي رايي تفتيش سي. خو تر اوسه نه د تفتيش پروسه پای ته رسېدلې او نه هم د حکومت جوړولو پر سر د دواړو کانديدانو تر منځ حتمي توافق رامنځ ته سوی دی.

د دواړو کانديدانو پر استازو ولاړ کمېسيون يوه اونۍ تر مخه په حکومت کي د قدرت د تقسيم له پاره په خبرو اترو پېل وکړ. خو دغه کمېسیون تر اوسه کومي نتيجې ته رسېدلی نه دی. د ياد کمېسیون استازي وايي چي په زياته بيا د اجرايوي رئيس د صلاحيتونو او د اپوزيسيون په تړاو لا تر اوسه د نظر اختلافات موجوده دي.

د کابل لاريون کوونکو په خپلو شعارونو کي له کانديدانو څخه وغوښتل چي د هغوی په وينا نور د «خلکو يرغمل نيوني» ته د پای ټکی کښېږدي. له لاريون کوونکو څخه يوې مېرمني نرګس وويل:

«زموږ غوښتنه دا ده، چي دوو درو کسانو د خپلو شخصي ګټو په خاطر ټاکني له بحران سره مخامخ کړي دي. موږ د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چي د ټاکنو پايلي بايد ژر اعلان سي او دغه وضعه بايد نور جريان ونه مومي.»

ويل کيږي چي د ټاکنو د پايلو په اعلان کي د ځنډ له کبله د افغانستان د خلکو د ژوند پر هر اړخ سيوری غوړېدلی دی. له عامو خلکو څخه نيولې بيا تر تاجرانو پوري دا شکايت کوي چي کارونه لږ سوي، پانګونه کمه سوې او ګراني زياته سوې ده.

د کابل لاريون کوونکو له ځان سره داسي اشعارونه درلودل چي پکښي کانديدان مخاطب سوي ول. پر دغو ليکل سوي ول چي «موږ تاسو ته د سولي او ثبات راوستلو له پاره رايه درکړې ده، نه د جنګ او بحران راوستلو له پاره».