1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو په اړه ۱۶۲ شکايتونه ثبت سوي دي

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ فروردین ۱۷, یکشنبه

په افغانستان کې تر ټاکنو یوه ورځ وروسته دوو تنو کانديدانو ادعا کړې ده چې په دې بهیر کې درغلۍ شوي دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دا خبره مني چې ځیني درغلۍ شوې دي خو په عین حال کې ډاډ ورکوي چې هغوی ته به رسیدگي وکړي.

https://p.dw.com/p/1Bcqs
انځور: Reuters

په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله، د رایې اچوونې د بهیر تر پای ته رسیدو وروسته اعلان وکړ چې د افغانستان په ځینو برخو کې درغلۍ شوي دي. غني ویلي دي چې د ده د تیم څارونکي د واضح تقلب شاهدان ول. هم اشرف غني احمدزي او هم ډاکټر عبدالله عبدالله ادعا کړې ده چې په ټاکنو کې یې تر ټولو ډیري رایې گټلي دي.

په عین حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي دي چې د درغلیو په اړه ټول شواهد به وڅیړي. د دې کمېسیون ویاند نادر محسني، د یکشنبې په ورځ وویل: «په هیڅ صورت کې به هغو بې صاحبو رایو ته چې په بېلابېلو سیمو کې د مشخصو نوماندانو په گټه صندوقونو ته لویدلي دي اعتبار ور نه کړو. دغه کار به هغه صورت کې وشي چې موږ د درغلیو په اړه اسناد په لاس کې ولرو.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي دي چې داسي رپوټونه لري چې په ځینو برخو کې سازمان شوي درغلۍ موجودي وې. دې کمېسیون روښانه کړې ده چې دغه رايي به اعتبار و نه لري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه خبره روښانه نه کړه چې سازمان شوي درغلۍ په کمو سیمو کې او د کوم نوماند په گټه موجودي وې. دې کمېسیون ویلي دي چې د درغلیو د ۱۲۶۹ مواردو رپوټونه ور رسېدلي دي.

د کمېسیون د چارواکو په خبره د دغو شکایتونو له جملې څخه یوازي ۱۶۲ یې د څارونکو په مخکي ثبت شوي دي او پاتي نور یې بیا ټول د تلیفونونو له لاري دې کمېسیون ته رسیدلي دي. د دې ادارې په حواله، که د تلیفوني شکایتونو له پاره اسناد وړاندي نه شي نو هغه د اعتبار وړ نه دي. دې کمیسیون پر دې خبره باندې هم ټینگار کړی دی چې یوازي هغه شکایتونه څېړي چې له اسنادو سره ورته تسلیم شوي وي.

د شکایتونو ډولونه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي دي چې د صندوقونو ډکیدل، په ټاکنو کې د حکومت د غړو مداخله، د جعلي کارتونو کارول او تر قانوني سن لاندي کسانو له خوا د رایو ورکول هغه ټاکنیزي تخطۍ دي چې دوی ورته رسیدگي کوي.

محسني وویل چې پر دې سربیره د ټاکنو د کمېسیون له خوا یوه کانديد د رايي ورکولو له پاره د خلکو هڅول، په ځنډ سره د ځینو ټاکنیزو مرکزونو پرانیستل، په ځینو ټاکنیزو مرکزونو کې بې نظمۍ، تر یوه د ډیرو کارتونو لرل، د شکایتونو د ثبتولو د فورمو نه شتون او تر وخت مخکې د رایو د شمیرلو د بهیر پیلیدل هم نوري ټاکنیزي درغلۍ دي چې دا کمېسیون ورته رسیده گي کوي.

په عین حال کې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) هم وایي چې د ټاکنو د ورځي په اړه یې یو شمیر شکایتونه ثبت کړي دي خو لا تر اوسه پوري دغه شکایتونه کابل ته نه دي رسیدلي. د دې بنسټ یوه چارواکي محمد نعیم اصغري، وویل: «دا روښانه ده چې د ټاکنو په بهیر کې ځیني درغلۍ موجودي وې. خو تر هغه وروسته چې موږ دغه موارد مستند کړو، په دې اړه به خپل لومړی رپوټ وړاندي کړو.»