1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنو په ترسره کیدو شکمن نه یو»

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، پر خپل وخت په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کیدو باندې ټینګار وکړ. تر دې مخکې یو شمیر قومي مشرانو تر ۲۰۱۸ کال پورې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/19jC3
افغان ولسمشر حامد کرزي
افغان ولسمشر حامد کرزيانځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

په وروستیو وختونو کې د بېلابېلو ولایتونو یو شمیر مخورو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې تر ۲۰۱۸ کال پورې د ټاکنو د ځنډیدو غوښتنه کړې وه خو دغه موضوع په پراخه کچه د رسنیو او سیاسي حلقاتو له سخت غبرگون سره مخامخ شوه.

افغان ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳م کال د سپتمبر ۱۷مه) په کابل کې د «ځوانانو او ملي مسایلو» په اړه جوړي شوې غونډي ته په وينا کي وویل: «ټاکنې د افغانستان استحکام دي. په افغانستان کې د ولسي لاري د ټینگېدو پایه ده. او په دې خاوره کې زموږ د ثبات د ټينگېدو لاره ده. نو باید هیڅ وخت د ټاکنو پر ترسره کیدو باندې شک و نه کړو.»

ولسمشر کرزي وویل چې له دې سره سره چې د افغانستان د ولایتونو یو شمیر ناامنې سیمي «د پردیو پپه کنترول کې دي» خو بیا هم باید د ټاکنو د ترسره کیدو له پاره ډیري هڅې وشي.

افغان ولسمشر روښانه کړه چې د ټاکنیز کمپاین په پیلیدو سره به خپله مطلقه بېطرفي وساتي خو د دې اجازه به ور نه کړي چې بهرنیان په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

امنیتي تړون

د افغانستان او متحده ایالاتو د استازو تر منځ د امنیتي تړون پر سر غیر رسمي خبرې اترې پیل شوې دي. ولسشمر کرزي وویل چې دغه تړون به هغه وخت لاسلیک شي چې امریکا متحده ایالات افغانستان ته یو شمیر ضمانتونه ورکړي.

ښاغلي کرزي ټینګار وکړ چې افغانستان به هغه وخت په خپله خاوره کې امریکا متحده ایالاتو ته پوځي اډې ورکړي چې په دې هیواد کې امنیت تأمین شي. هغه روښانه کړه چې افغانستان د دغه تړون د لاسلیکولو په بدل کې له امریکا متحده ایالاتو څخه د خپل پوځ د تجهیزولو غوښتنه هم کوي.

کرزي وویل چې د دغه تړون د لاسلیکولو له پاره د افغانستان بل اساسي شرط د دغه هیواد د اقتصاد پياوړي کول دي تر څو د افغانستان ځوانان تر دې وروسته د کار موندلو له پاره نورو هیوادونو ته سفر و نه کړي.

د ولسمشر په وینا په دغه تړون کې باید د افغانستان ملي حاکمیت تضمین شي. هغه پر دې خبره ټینگار وکړ چې که چیرې دغه شرطونه و نه منل شي، نو راتلونکی حکومت به دغه امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ښاغلي کرزي وویل چې امریکایان پر دې باندې ټینگار کوي چې دغه تړون باید د اکتوبر تر میاشتې پورې لاسلیک شي. کرزي زیاته کړه: «هغوی [امریکایان] بیړه لري، موږ یې نه لرو. که چیرې د میزان او اکتوبر تر میاشتې پوري یوه توافق ته و نه رسیدو او هغه ضمانتونه چې موږ یې غواړو را یې نه کړل، راتلونکي حکومت ته انتظار باسو. دا حتمي خبره نه ده چې زه [دغه تړون] لاسلیک کړم.»

په هره بیه سوله

افغان ولسمشر حامد کرزي د ځوانانو غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې باید په هره بیه سوله تأمین شي. هغه زیاته کړه: «آن چې زما ورور یې شهید کړ، د جگړې نه بلکې د سولې پیغام مې ورواستوه. سوله د افغانستان د خلکو ضرورت او حق دی. باید د دې له پاره زیار وایستل شي، په هره بیه او وسیله چي وي.»

افغان ولسمشر وړاندې وویل چې د طالبانو مشران په پاکستان، چین او دوبۍ کې هوسا ژوند لري او عادي طالبان په افغانستان کې هره ورځ وژل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب