1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو په کمېسيون کي د بهرنيانو شتون حتمي دی

۱۳۹۱ آذر ۱۴, سه‌شنبه

په داسي حال کې چې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو له پاره سر له اوسه حکومت، ملګري ملتونه او سیاسي ډلي تیاری نیسي، د ټاکنو کمېسیون د دوو بهرنیو غړو د شتون او نه شتون پر سر ناندرۍ رواني دي.

https://p.dw.com/p/16vIT

په تیرو ټاکنو کې د انتخاباتو د کمېسیون د پنځه کسیز مشر پلاوي دوه غړي بهرنیان ول، چې پر شتون یې حکومت سخته نیوکه وکړه او هغوی يې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهني تورن کړل.

اوس که حکومت د ټاکنو په کمېسيون کي د دوو بهرنیانو له شتون سره مخالفت کوي، خو ملګري ملتونه او د حکومت سیاسي اپوزیسیون یي بيا پلوي کوي.

د دوی استدلال دا دی چې که چيري بهرنیان د ټاکنو په کمېسیون کې شتون و نه لري ښايي حکومت پلوه کاندیدان د ټول ټاکنو کمېسیون د ځان په ګټه وکاروي. د حکومت د سیاسي اپوزیسیون ډلي (ملي ایتلاف) غړی ظاهر قدیر وايي:

«آیا مد ني ټولنه د رئیس جمهور په ډله باور کوي؟ آیا اولس د ولسمشر په ډله باور کوي؟ هیڅکله نه، نو که چیري ولسمشر د ټول ټاکنو په کمېسیون کې د بهرنیانو له حضور سره مخالفت لري بیا دي داسي څوک په خپله خوښه ولسمشر کړي چې د هغه زړه غواړي او خلکو ته دي ووایي چې دا ستاسو ولسمشر دی که یې منئ که یې نه منئ.»

په افغانستان کي د ټاکنو په اړه ډيري انديښنې موجودي دي
په افغانستان کي د ټاکنو په اړه ډيري انديښنې موجودي ديانځور: Getty Images

د ټول ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت تر منځ هم د کمېسیون په ترکیب کې د بهرنیانو پر حضور څه نا څه لانجې رواني دي. خو تر اوسه پوري ورته د اوارولو کومه لار نه ده موندل شوې.

د افغانستان د حق او عدالت ګوند ویاند معین مرستیال نن په کابل کی دویچه ویله ته وویل چی ولسمشر کرزی غواړی دغه دوه بهرنیان دا ځل په ټاکنو کې د کمیسیون په ترکیب کې شتون و نه لري.

د نوموړي په خبره، که چیري داسي وي نو د ټاکنو روڼوالی سر له اوسه تر سوال لاندي دی او حکومتي چارواکي به په قوي احتمال د مشخص کاندید په ګټه له خپل حکومتي نفوذه کار واخلي.

په همدې حال کې د ټول ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس بیا د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې دوی یوه ځانګړې محکمه جوړه کړې ده، چې ټولو ټاکنیزو لانجو ته به د حل لاري مومي او دغه محکمه چې با صلاحیته کسان پکښې په دنده ګومارل شوي دي د ټاکنو د کمېسیون په تشکیل کې به د بهرنيانو د غړيتوب پریکړې هم کوي:

«موږ یوه ځانګړې محکمه رامنځ ته کړې ده چې ټولو انتخاباتي مسایلو ته به رسیدګي کوي نور نو دا بحثونه بې ځايه دي چې په کمېسیون کې به بهرنیان وي که نه، او ټاکنیزو لانجو ته به څوک ځواب وایي که نه.»

ټاکل شوې ده چې د افغانستان را رواني ولسمشریزي ټاکني به د ۲۰۱۴ کال د اپريل په میاشت کې تر سره شي. تر اوسه پوري په مشخصه توګه نه ده معلومه چې څو کسانو او چا ځانونه ورته نومولي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل