1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کميسيون ګاونډيان د جعلي راي پاڼو په چاپولو ګرم وبلل

۱۳۸۹ شهریور ۲۴, چهارشنبه

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پاکستان په ګډون د افغانستان يو شمير ګاونډيان د دوی په چارو کي په لاس هلو تورن کړل.

https://p.dw.com/p/PCKz
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی شتيفن ديميستورا په يوه خبره غونډه کي
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی شتيفن ديميستورا په يوه خبره غونډه کيانځور: AP

د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وايي چي دغه ګاونډيان هڅه کوي په خپلو خيرنو لاسونو د افغانستان د پارلماني ټاکنو په اړه د خلکو ذهنيتونو ته تاوان ورسوي.

معنوي وايي چي ګاونډيان غواړي دغه پروسه نا مشروع وښيي.

د کميسيون دغه څرګندوني وروسته ترهغه راځي چي په دي ورستيو کي په ګاونډي پاکستان کي په سلګونو زره ټوکه جعلي رايي پاڼي او انتخاباتي کارتونه چاپ سوي دي.

فضل احمد معنوي په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال وويل چي د کمېسيون په دننه کي يي د معامله ګرو کسانو لاسونه غوڅ کړي او اوس دښمنان هڅه کوي نوري لاري چاري ولټوي.

« ګاونډيان هڅه کوي چي تر يو حده پوري د انتخاباتو پروسه تر پوښتني لاندي راولي، په دې کي شک نسته چي يو شمير هيوادونه لکه زموږ ګاونډيان او نور مغرضين په ټاکنو کي دخالت کوي خو خپلو موخو ته به و نه رسيږي».

په داسي حال کي چي د ټاکنو کمېسيون وايي هيڅ څوک نه سي کولای چي د انتخاباتو په ورځ تر يوه زيات کارت څخه کار واخلي خو د ولسي جرګې مشر محمد يونس قانوني وايي چي افغانستان ته د جعلي کارتونو له را داخليدو په شديده توګه اندېښمن دی.

«هغه ناقانونه رايي پاڼي چي د هيواد له بهر څخه راوړل سوي زموږ د جدي انديښنې عامل سوي او د ټاکنو کمېسيون يې بايد مخه ونيسي، ولسي جرګه د امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چي د ټاکنو د روڼ والي دپاره ډيرڅه وکړي».

رپوټونه وايي چي په سلهاوو زره جعلي رايي پاڼي او کارتونه څو ورځي دمخه د پاکستان په کارخانو بازار کي چاپ سوي او د هغه ځايه څخه د افغانستان يو شمېر شمالي، ختيځو او مرکزي ولايتونو ته انتقال سوي دي.

په يوه وروستۍ پېښه کي د سي شنبې په ورځ د غزني په ولايت کي د دغو جعلي کارتونو لومړۍ محموله نيول سوي ده.

د غزني د ملي امنيت رياست يوې سرچيني د خپل نوم د پټ ساتلوپه شرط دويچه ويله ته وويل چي دوی تيره ورځ ۳۰۰۰ جعلي کارتونه او د هغوی ليږدونکي نيولي دي.

سرچينې وويل چي دغه کارتونه د پاکستان له لاري په غزني ولايت کي يوه مشخص کانديد ته راوړل سوي ول.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل