1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پنځوس سلنه رایو قسمي پایلې اعلان شوې

سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۳۱, یکشنبه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۴۹،۶۷ سلنه رایو قسمي پایلې اعلان کړې. د پایلوله مخې ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۴،۴ سلنه، ډاکټر اشرف غني احمدزي ۳۳،۲ سلنه او زلمي رسول ۱۰،۴ سلنه رای گټلي دي. په دې کې پخوانۍ قسمي پایلې هم شاملي دي.

https://p.dw.com/p/1BlPm
انځور: DW/H.Sirat

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني، د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل لکه څرنگه چې د قسمي پایلو د لومړنیو نتایجو د اعلان پر وخت ویلي یې وو، په دې پایلو کې د بدلون راتلو امکان شته او دا نهایي پایلي نه دي. د هغه د وینا له مخې ۴۹،۶۷ سلنه پاکې رایې چې سیستم ته داخلې شوي دي، دا د هغې پایله ده. نورستاني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې په دې پایلو کې پخوانۍ لس سلنه هم شاملي دي.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې د کابو ۵۰ سلنه رایو په شمیرلو سره چې مجموعا درې میلیونه، ۴۵۶ زره او ۹۱۰ رایې کیږي، ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۴،۴ سلنه رایې په لاس راوړي دي او په لومړي سر کې ځای لري. د هغه په وینا اشرف غني احمدزي د ۳۳،۲ سلنه رایو په گټلو سره دویم ځای او زلمي رسول د ۱۰،۴ سلنه رایو په گټلو سره دریم ځای خپل کړی دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله، د ۴۴،۴ سلنه رایو په خپلولو سره په سر کې ځای لري.
ډاکټر عبدالله عبدالله، د ۴۴،۴ سلنه رایو په خپلولو سره په سر کې ځای لري.انځور: picture alliance/landov

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې، د شمیرل شوو پنځوس سلنه رایو څخه عبدالرب رسول سیاف ۷ سلنه، قطب الدین هلال ۲،۷ سلنه، محمد شفیق گل آغا شیرزي، ۱،۶ سلنه، داوود سلطانزوی ۰،۵ سلنه او هدایت امین ارسلا ۰،۲ سلنه رای گټلي دي.

خو د ټاکنو خپل کمیسیون مشر دا هم وویل چې د پنځوس سلنه د پایلو اعلان په دې معنی نه دی چې دقیقا د هر ولایت پنځوس سلنه رایې شمیرل شوي دي، بلکې په وینا یې د یو شمیر ولایتونو د پنځوس سلنې څخه زیاتې او د یو شمیر ولایتونو بیا د ۵۰ سلنې څخه کمې رای شمیرل شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د رای اچونې ۱۰۸۶ محلونه مشکوکه بریښدل او د هغې په اړه څیړنې شوي دي. د هغه په وینا د ټاکنو د کمیسیون غړو د رای ورکولو دغه مرکزونه تر څیړنې لاندې نیولي دي. په پای کې د کمیسیون مقاماتو پریکړه وکړه چې د ۶۶۶ مرکزونه رای له سره وشمیرل شي او دغه مرکزونه د ټول افغانستان په سطحه دي.

د نورستاني په خبره د قسمي پایلو بله برخه به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي: «هڅه کوو چې د ثور/غوایي میاشتې پر څلورمه نیټه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړو.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل د رای بیا شمیرل او څیړنه د رسنیو او محترمو نوماندانو د استازو په حضور کې تر سره کیږي: «خپل خوږ ملت ته بیا هم ډاډ ورکوو چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپله بې طرفي او خپلواکي ساتلې ده او پاکې رای له ناپاکو بیلوي.»

اشرف غني، د ۳۳،۲ سلنه رایو په گټلو سره دویم ځای خپل کړی دی
اشرف غني، د ۳۳،۲ سلنه رایو په گټلو سره دویم ځای خپل کړی دیانځور: DW

د شکایاتو څیړنه

له دې سره سره چې د ټاکنو کمیسیون د پنځوس سلنه رایو قسمي پایلې اعلان کړي، خو ویې ویل چې د کمیسیون له لوري د دغو رایو د بر رسۍ او شمیرلو وروسته د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ته استول کیږي.

په عین وخت کې ټاکنیزو کمیسیونونو ویلي دي چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې یې «ډیر شمیر صندوقونه» قرنطین او باطل شوي دي. په دغه جمله کې په هرات ولایت کې ۱۰۰ زره رایې باطلې شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتو کمیسیون ویلي دي چې شکایتونو ته رسیدگي کولای شي، د ټاکنو پر پایلو اغیز واچوي. د ټاکنو کمیسیون هم ویلي دي شکایاتو ته رسیدگي، کولای شي دغه سلنې ته تغیر ورکړي.