1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کمیسیون لومړنۍ پایلې اعلانوي

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۱۶, دوشنبه

په داسې حال کې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو لومړۍ پایلې به د دوشنبې په ورځ اعلان کړي، د ولسمشری یو کاندید گواښ کړی چی دغه پایلې به ونه مني.

https://p.dw.com/p/1CWl4
انځور: DW

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو ویلي دي چې تر پنځو ورځو ځنډ وروسته د ولسمشري د ټاکنو د دویم پړاو لومړنۍ پایلې د دوشنبې په ورځ د کابل په وخت د غرمې پر دوو بجو اعلانیږي. تر دې مخکې د دغو پایلو اعلان وروسته له هغې وځنډول شو چې د ولسمشري یو کاندید په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تورونه ولگول.

د ټاکنو د لومړي پړاو گټونکي عبدالله عبدالله، ویلي دي چې د هغه شکایتونو ته لا تراوسه قانع کوونکي ځوابونه نه دي ویل شوي نو له دې کبله چمتو نه دی چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ومني. عبدالله وویل چې هغه د رایو په صندوقونو کی د «لاسوهنو» قرباني دی. د درغلیو پر سر لانجه افغانستان په داسی یو کال کې چی نړیوال ځواکونه له دی هیواد څخه وځي د سیاسي بې ثباتۍ له گواښ سره مخامخ کړی دی.

د عبدالله سیال اشرف غني احمدزي چې د رپوټونو له مخې یې په دویم پړاو کې له خپل سیال څخه لږ تر لږه یو میلیون زیاتې رایې تر لاسه کړي دي، اعلان کړی دی چې لومړنۍ پایلې «عادلانه» دي او هغه به یی ومني.

تر دې مخکې ملگرو ملتونو هم د افغانستان د ټاکنو د کړکیچ د له منځه وړلو له پاره په اقداماتو لاس پورې کړی وو. خو د ټاکنو شخړیزې لومړنۍ پایلو دغه سازمان هم اندیښمن کړی دي چی نه شي افغانستان له یوې ملکي ناکرارۍ سره مخامخ شي.

د امریکا متحده ایالاتو پیاوړي سناتور کارل لیوین، چی اوس د کابل په سفر بوخت دی د یکشنبه په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان څخه وروسته به د ادعا شویو درغلیو په هکله یوه پلټنه پیل شي ترڅو د ولسشمري د کاندید عبدالله عبدالله قناعت تر لاسه شي. لیوین چې د سنا په مجلس کی د وسلوالو خدماتو د کمیټې رئیس دی وویل: «زه انتظار لرم چې د یوې هر اړخیزې پلټنې پر سر به موافقه وشي.» هغه زیاته کړه: «مونږ له دواړو کاندیدانو څخه ډاډ ترلاسه کړی دی چې د دی پلټنې نتیجه به مني.»

روان ټاکنیزو کړکیچ په افغانستان کی د قدرت لومړنی دیموکراتیک لیږد په داسې وخت کې له ستونزو سره مخامخ کړی چې امریکا متحده ایالات د طالب یاغیانو پر ضد خپله ۱۳ کلنه جگړه پای ته رسوي او له افغانستان سره په نړیوالو ملکي مرستو کې کموالی راځي.

د لومړیو پایلو پر سر شخړه

عبدالله د یکشبنه په ورځ په کابل کې خپلو ملاتړ کوونکو ته وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چی په لومړي سر کې دې هر اړخیزه پلټنه وشي او بیا دې لومړنې پایلې اعلان شي.»

خو د غني ټیم وايي چې له دی وروسته د پایلو ځڼدول د ځغمولو وړ نه دي. د غني ویاندې ازیتا رفعت، د فرانس پرس خبری آژانس ته وویل: «موږ سره کرښه ایستلې ده. خلک غواړي چې د خپلو رایو نتایجو باندې پوه شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب