1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نوماندان باید پارونکو مسایلو ته لمن و نه هي»

حسین سیرت۱۳۹۳ خرداد ۳, شنبه

د ټاکنو کمیسیون دواړو نوماندانو ته سپارښتنه کړې ده چې قومي، مذهبي او نژادي مسایلو ته لمن و نه وهي. دې کمیسیون ویلي دي چې که نوماندان له سرې کرښې تیر شي نو له هغوی څخه به د کمیسیون اعتماد بیرته واخستل شي.

https://p.dw.com/p/1C6B6
انځور: picture-alliance/dpa

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې دواړه نوماندان د افغانستان پر ملي یو والي باندې ټینگار کوي او ژمنه یې کړې ده چې په خپلو کمپاینونو کې به داسې مسایلو ته لمن و نه وهي چې حساسیتونه راپاروي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «دغه دوه نوماندان او د هغوی هیڅ یو پلوي نه شي کولای چې د ټاکنو د کمیسیون تر سرې کرښې تیر شي. قومي، نژادي او مذهبي مسایلو ته باید لمن و نه وهل شي. باید ټول معیارونه او میکانیزمونه په پام کې ونیول شي.»

نور وویل چې که دواړه نوماندان د کمیسیون سپارښتنو ته پام و نه کړي نو د کمیسیون اعتماد به له هغوی څخه بیرته واخیستل شي: «که دغه موضوعگانو ته یې پام و نه کړ نو کمیسیون به جدي اقدامات وکړي. د کمیسیون اقدام به دا وي چې هغوی ته به لومړی اخطار ورکړي، بیا به یې جریمه کړي او ان دا امکان هم شته چې هغوی ته ورکړل شوی اعتماد بیرته ورڅخه واخلي.»

ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو استول

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د افغانستان ټولو ۳۴ ولایتونو ته یې حساس ټاکنیز مواد استولي دي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند دا خبره هم روښانه کړې ده چې د شنبې په ورځ به د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته د ټاکنیزو موادو د استولو بهیر پیل شي.

د نور په خبره تر اوسه پورې کمیسیون د ټاکنیزو موادو د لیږدولو په بهیر کې له کومې ستونزې سره مخامخ شوی نه دی: «موږ تر اوسه پورې له کومې ستونزې سره مخامخ شوې نه یو. دریم پلان مو له ولسوالیو څخه کلیو ته د موادو استول دي چې دا کار به هم پر مخ ولاړ شي.»

د رایې اچونې د محلاتو د شمیر ډیریدل

له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل چې په دویم پړاو کې به ۶۴۲۳ د رای اچوونې مرکزونه پرانیستل شي. دې کمیسیون ویلي دي چې دا ځل به د لومړي پړاو په پرتله د ټاکنیزو محلونو شمیر ډیر وي او افغانان به وشي کولای چې په ۲۳۳۱۳ محلونو کې خپلې رای وکاروي.

د نور په خبره د اضافي محلاتو له ډلې څخه ډیر شمیر به یې په لویو ښارونو کې وي: «د افغانستان په لویو ښارونو کې به د رای اچونې محلات ډیر شي. پر دې سربیره د افغانستان په هغو ولسوالیو کې چې پخوا امنیتي ستونزې وې او اوس له منځه تللې دي، هم د رای اچونې مرکزونه پرانیستل کیږي ترڅو خلک له راې اچونې محروم نه شي.»

د ټاکنو په لومړي پړاو کې هر نوماند د ۲۵ زرو څارونکو له پاره جوازونه ترلاسه کړي ول خو په دویم پړاو کې بیا هر نوماند کولای شي چې د ۳۵ زرو څارونکو له پاره جوازونه ترلاسه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب