1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کمېسيون ته امنيتي پلان وړاندي سو

خليل الرحمن اميد۱۳۹۲ دی ۲۱, شنبه

د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کي به د رايو ورکولو ۴۱۴ مرکزونه تړلي پاته شي. د دغه هيواد اميتي اورګانونو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته هغه پلان سپارلى دی چې له مخې به يې د رايي ورکوني مرکزونه پرانستل شي.

https://p.dw.com/p/1Ap8h
انځور: Getty Images

د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۱) په يوه ګډه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې يې د ټاکنو د تر سره کولو په موخه جوړ شوى پلان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ته سپارلى دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل چې پر دې پلان باندي يې له تيرو شپږو مياشتو راهيسې کار کړى دی او هغه ۴۱۴ سيمې يې په نخښه کړي دي چې لا هم د بېلابېلو عاملونو له کبله پکښې ټاکني تر سره کېدای نه شي:

«دغه ۴۱۴ مرکزونه غير فعال دي او اوس مهال پکې ټاکنې تر سره کيدای نه شي. په راتلونکو دريو مياشتو کې زموږ ټول تمرکز پر دې باندي دی چې يا دغه ګواښونه ليري او يا يې هم کچه راکښته کړو.»

صديقي وايي چې دا وار به يوازي د افغان امنيتي ځواکونو په مرسته د ټاکنو امنيت ساتل کيږي او زياتوي چې په ډيرو سيمو کې يې د ټاکنو پر وړاندي د امنيتي ستونزو د له منځه وړلو په موخه عمليات هم تر سره کړي دي چې ښې پايلې يې هم لرلې.

«د امنيتي ستونزو د له منځه وړلو له پاره په کونړ، نورستان، لوګر، فارياب، بدخشان او په ځينو نورو ولايتونو کې چې امنيتي ګواښونه ليدل کيدل، نظامي عمليات تر سره شو دي او د ګواښونو کچه يا په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده او يا هم راکښته شوې ده.»

د کورنيو چارو وزارت وياند د ټاکنو خپلواک کميسيون او افغان ولس ته ډاډ ورکوي چې د ټاکنو پر وړاندي به امنيت خنډ نه وګرځي.

هغه همدا راز وايي چې په ټول افغانستان کې يې د ټاکنو د ترسره کولو په موخه ۶۴۳۱ مرکزونه تر امنيتي پوښښ لاندي راوستلي دي خو زياتوي چې په پاته دريو مياشتو کې به هم هڅه وکړي چې نور نا امنه مرکزو هم امن کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر اعظمي هم وايي چې د وزارت د رهبرۍ له خوا امر ورکړل شوى دی، څو د ژمي په عملياتو کې هغو سيمو ته ډېر تمرکز وکړي چې د ټاکنو پر وړاندي امنيتي ستونزي زيږوي:

«دملي اردو ټول ځواکونه له ملي پوليسو سره په همکارۍ مکلف دي چې په ژمني امنيتي پلان کې پر هغو سيمو ډير تمرکز وکړي چې د نا امنۍ احساس پکښې کيږي او بايد عمليات ورباندي تر سره شي، څو امنيت پکې نور هم ښه شي.»

بله خوا بيا د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور هم د راتلونکو ټاکنو له پاره د امنيتي اروګانو پلان يو پرمختګ بولي خو له هغوى څخه غوښتنه کوي چې د پاته ۴۱۴ مرکزونو د امنيت په خوندي کولو کې دې نور هم ټينګ ګامونه واخلي.

د امنيتي اورګانونو په باور، په تيرو انتخاباتو کې نزدې نهه سوه د رايې ورکوني مرکزونه تر امنيتي ګواښ لاندي ول او ټاکني پکښې تر سره نه شوې خو راتلونکو ټاکنو ته يې د نا امنه مرکزونو کچه ۴۱۴ ته راکښته کړې ده.