1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو ګتونکي او بايلونکي څوک دی؟

۱۳۸۹ مهر ۲۸, چهارشنبه

5 مليونوافغانانوخپلی رايي ورکړی ترڅود خپلی خوښی کانديدان وټاکي. خو دا چی د ټاکنو ګتونکي او بايلونکي څوک دي ترټولوغټه پوښتنه ده. دي پوښتني د آلمان غږ راډيو دافغانستان د څانګي مشررتبيل شامل آهنګ په خپله تبصره کي ځواب وايي

https://p.dw.com/p/PjSS
د آلمان غږ راډيو د افغانستان د څانګی مشررتبیل شامل آهنګ
د آلمان غږ راډيو د افغانستان د څانګی مشررتبیل شامل آهنګانځور: DW

وروسته له کابو 5 اونيو د افغانستان د پارلماني ټاکنو پايلي اعلان شوي. که څه هم دغه پايلي لومړني دي، خو هغه په ښکاره توګه ښيي چي څوک د ټاکنو ګتونکي او څوک بايلونکي دي. دي پوښتني ته د آلمان غږ راډيو د افغانستان د څانګي مشر رتبيل شامل آهنګ په خپله تبصره کي ځواب وايي.

وروسته له ډيرانتظاره دا دی له اسرارو پرده پورته شوه، هغه څه چي په حقيقت کي هيڅکله اسرار نه ؤ: بياهم ولسي جرګي ته هغو کسانو لاره پيدا کړه چي د زور خاوندان دي، هغوي به بيا په راتلونکو پنځو کلونو کي د خلکو برخه ليک ټاکي. د پخوانيو مجاهدينو مشران او د هغوي متحدين کابو په ټولو ټاکنيزو حوزو کي بريالي اعلان شويدي. حتي په کابل کي، هغه يو ښار چي په 1990 لسيزه کي د مجاهيدينو د مختلفو ډلو د خونړيو نښتو په نتيجه کي له خاور او ايرو سره برابر شو.

په افغانستان کي ډير لږ کسان به وي چي د اعلان شوو پايلو په هکله حيرانيتا ښودلي وي. ډيرو حتي له ټاکنو څخه مخکي دا ويل چي د ټاکنو تش په نامه « خپلواک کميسيون» باندي باور نه لري. دا چي د افغانستان د خلکو يوي برخي سره له دي هم په ټاکنو کي ګډون وکړ، نور دلايل لري: هغوي وغوښتل چي ښکاره چي رښتيا هم ديموکراسي غواړي. هغو د راييود صندقونو په وړاندي په کتار کي ودريدل ترڅو نړي ته په ښکاره توګه ووايي: « مونږ افغانان د جګړي، طالبانو او افراطيت مخالف يو.» ښايي ډيرافغانان لا تراوسه د ديموکراسي په رښتيني معني سم پوه نه وي او يا ښايي له دي څخه هم سم خبر نه وي چي پارلمان څرنګه کار کوي. خو په يوه څه ټول ښه پوهيږي چي د قدرت لپاره هر ډول سوليزه مبارزه تر يو جګړي غوره ده. او جګړي خو د څه د پاسه 30 کلونو را په دي خوا پر افغانانو اور بل کړي دي.

په ټاکنو کي د برخي اخيستو سره سره ډيرو لږ دا تصور درلود چي په خپلو راييو سره دي په خپل هيواد کي کوم بدلون رامنځ ته کړي. دا ځکه چي په تيرو نهو کلونو کي هغوي دري نوري ټاکني تجربه کړي، خو يوي هم هغوي له نيکمرغي سره مخامخ نه کړل. بالمقابل په دي موده کي طالبان ورځ په ورځ بيرته پياوړي شول او حکومت وار په وار کمزوري! له همدي امله دوي باور نه لري چي نوي پارلمان دي په اوسني حالت کي کوم ستر بدلون رامنځ ته کړي.

ګمان نه کيږي چي د پخوانيو مجاهدينو مشران چي د ولسي جرګي څوکي يي تر خپل انحصار لاندي ساتلي دي، د ديموکراتيکو اصلاحاتو لپاره دي کومه ليوالتيا ولري، دا خو پريږده چي د هغو لپاره دي غږ پورته کړي. هغوي يواځي يو هدف لري: په هيواد کي د خپل قدرت پياوړي کول. د هغوي د قدرت لمن به هله نور هم پراخه شي چي نړيواله ټولنه افغانستان ته شا واړوي.

د ځينو کتونکو په نظر اوس ښايي د ولسمشر حامد کرزي لپاره حکومت کول نور هم ګران شي. خو کرزﺉ خپله هم د هغوي اړخ ته وراوښتي دي. هغه لا مخکي د خپل قدرت د دوام لپاره د مجاهيدنو له کارت څخه استفاده کړي. د ملي او بين المللي نيوکو سره سره هغه خپل دوه مرستيالان د هغوي له ليکو څخه وټاکل.

خو د کرزي په پرتله د دي ټاکنو اصلي بايلونکي د افغانستان په اصطلاح « ديموکرات قوتونه دي. هغوي په تيرو 9 کلونو کي ونه توانيدل چي سره يو موټي شي او يو لړ ګډ هدفونه وټاکي. د دي پر ځاي هغوي بي شمير سياسي ګوندونه جوړ کړل چي د افغانستان د قدرت په سياسي لوبه کي په حساب کي هم نه راځي. دا ځل هم هغوي په سل ګونو کانديدان د مبارزي ډګرته واستول. خو اوس ورته معلومه شوه چي يو ځل بيا له ناکامي سره مخامخ شول.

د دي ټاکنو بله بايلونکي نړيواله ټولنه ده، په خاصه توګه لويديځ هيوادونه. هغوي د افغانستان خلکو ته د ديموکراسي، سولي او سوکالي وعدي ورکړي. خوله کابو يوي لسيزي وروسته بياهم طالبان او پخواني جګړه ماران د افغانانو برخه ليک ټاکي.

اوس ښايي لا ډير ناوخت نه وي: افغانستان بايد طالبانو او جګړه مارانو ته پري نه ښودل شي. د داسي يو سياست پايله ټولو ته روښانه او څرګنده ده: د نا امنيو په ډند کي د سيمي او نړي ډوبيدل.

مبصر: رتبیل شامل آهنګ

کتونکی: عبدالباری حکيم