1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنیزو مبارزو وروستۍ ورځ

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۲۱, چهارشنبه

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې دوو کانديدانو د دویم پړاو ټاکنیزو کمپاینونو په وروستۍ ورځ، په څو بېلابېلو غونډو کې گډون وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې ورته رایې ورکړي. کمپاینونه د شپې پر۱۲ بجو په رسمي توگه پای ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/1CGak
انځور: picture-alliance/dpa

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جون ۱۱مه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان له ۴۰۸ ولسوالیو څخه یوازي ۸۰ ته يې ټاکنیز مواد رسېدلي نه دي. هغه روښانه کړه چې دغو ولسوالیو ته به هم تر ټاکنو یوه ورځ دمخه ټول ټاکنیز مواد ورسیږي.

نورستاني له رسنو او کانديدانو څخه وغوښتل چې د «چوپتیا دوره» په پام کې ونیسي، څو خلک وکولای شي په لا آرامۍ سره خپلي رایې وکاروي: «چوپتیا د دې له پاره ده چې خلک وکولای شي په آرامۍ سره فکر وکړي او پریکړه وکړي، چي خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.»

احمدزی: ملي وحدت به پیاوړی کړم

ډاکټر عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د غوربند ولسوالۍ له اوسیدونکو، د درمل پلورونکو له انجمن او همداراز له ورزشي فدراسیونونو سره ولیدل. اشرف غني احمدزی بیا په همدې ورځ دایکندي ولایت او بهسودو ولسوالۍ ته ولاړ.

اشرف غني احمدزي، په دایکندي ولایت کې خپلو زرونو پلویانو ته وویل چې د گردن دیوار سړک او شمال سویل د لويي لاري په جوړولو سره به د افغانستان د مرکزي ولایتونو جغرافیايي زندان مات کړي.

احمدزي وویل: «د مرکزي افغانستان اصلي ستونزه جغرافیایي زندان دی چې څو زره کاله یې افغانان په خپل بند کې ساتلي دي. د گردن دیوال د واټ، د ختیځ، لویدیځ او سویل سړکونه به په هر قیمت چې وي جوړ کړو.»

په ولسمشرۍ ته دغه کاند وویل چې په دایکندي ولایت کې به هوایي ډگر او د لوړو زده کړو موسسه جوړه کړي او ښاري ماسټر پلان به پلی کړي. هغه ټینگار وکړ چې ټيم یې د افغانستان د ملي وحدت د ټینگښت له پاره مشخص پلانونه لري.

عبدالله: ټول شموله حکومت جوړوم

عبدالله هم د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال وویل چې د اساسي قانون په تطبیقولو سره به په افغانستان کې د ښه ژوند شرایط برابر کړي: «ښه ژوند په امنیت، قانون او د ادارې فساد په نه شتون کې دی. ښه ژوند په سوله کې دی او په داسې یوه فضا کې دی چې بېکاري او فقر پکښي نه وي. زموږ د خلکو ټولي هڅي په همدې برخه کې دي.»

عبدالله پر افغانانو باندي غږ وکړ چې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره همکاري وکړي. د ټاکنیزو کمپاینونو په وروستۍ ورځ په کابل ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوې ول. ښار ته په ورننوتلو دروازو کې ټول موټر تلاښي کیدل او پخپله ښار کې هم د تلاښۍ پوستې جوړي شوي وې.