1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنیزو مبارزو ډگر بیا تود شوی

حسین سیرت۱۳۹۳ خرداد ۱۱, یکشنبه

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ته یوازې لس ورځې پاتې دي، ټاکنیزو مبارزو هم شدت موندلی دی. د «د افغانستان متحد ملت گوند» د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ او عبدالله عبدالله دایکندي ته ولاړ.

https://p.dw.com/p/1CADR
انځور: AP / DW

د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني احمدزي «د افغانستان متحد ملت گوند» د ملاتړ د اعلانیدو په غونډه کې وویل چې داسې حکومت به رامنځ ته کړي چې په کې د افغانستان ملي وحدت تامین شي او د هغه په خبره د افغانستان ټول ملت په کې په برابری ژوند وکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو مخکښ نوماند عبدالله عبدالله بیا په دایکندي ولایت کې وویل چې د هغه له تیم سره د لومړي پړاو د مخکښو تیمونو یوځای کیدل به دید د دویم پړاو گټونکی وگرځوي. عبدالله روښانه کړه چې د دایکندي ولایت د اوسیدونکو د ژوند د وضعیت د ښه کولو له پاره عملي پلانونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د لومړي پړاو د څلورم مخکښ نوماند عبدالرب رسول سیاف، ټاکنیزې ډلې ویلي دي چې هغه خپلو پلویانو ته سپارښتنه کړې ده چې د عبدالله عبدالله د ډلې ملاتړ وکړي. سیاف د ټاکنو په لومړي پړاو کې تر ۴۶۵ زرو ډیرې رایې گټلې وې چې د ټولو رایې ۷.۳ سلنه جوړوي.

سیاف د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې ده چې په کې د افغانستان پر خلکو باندې غږ شوی دی چې د ټاکنو په دویم پړاو کې گډون وکړي او خپلې رایې وکاروي. که څه هم ښاغلي سیاف په خپله بیانیه کې په واضح ډول نه دي ویلي چې د کومې ډلې ملاتړ کوي خو د هغه د اتنخاباتي تیم ویاند فهیم کوهدامني، له دویچه ویله سره په خبرو کې روښانه کړه چې سیاف د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي. هغه وویل، «کله چې د تیم خبره کیږي دا په دې معنی ده چې د ښاغلي سیاف په شمول، د هغه د ټاکنیز تیم ټول غړي» د عبدالله عبدالله تر شا ولاړ دي. کوهدامني وویل چې په دې اړه به د دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس هم جوړ شي چې سیاف به هم په کې گډون ولري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب