1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنیزو مرکزونو له پاره ۱۳ زره ښځې استخدام شوي دي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۲۵, یکشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په ټول افغانستان کې یې په انتخاباتي مرکزونو کې د ښځینه رایې ورکوونکو ته د آسنتیاوو برابرولو له پاره ۱۳ زره ښځې روزلي او استخدام کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BQYr
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنو په ورځ د ښځو او نارینه وو د رایې ورکولو حوزې سره بیلې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له خلکو غوښتي دي چې په ټاکنو کې گډون و نه کړي خو د افغانستان امنیتي مقامات وایي چې د ټاکنو د امنیت د ټینگوالې له پاره یې پوره تدابیر نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د مارچ ۱۶مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «په اوسني وخت کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ۱۳ زره ښځې پر روزنې بوختې دي او په مشخصو ځایونو کې به هغوی د پلټونو له پاره موظفې وي او فعلا د ناامنیو په اړه کومه اندیښنه باید موجوده نه وي.»

په ټاکنو کې د گډون په برخه کې د ښځو پلټنه یو تر ټولو مهم چلنج دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ښځو د استخدامولو هدف دا دی چې په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو، په ځانگړې توگه د ښځینه رایې ورکوونکو د گډون لمن پراخه شي.

طالبان د استخباراتو تر دوربین لاندې

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د ټاکنو د امنیت چمتووالی په ډیره ښه توگه او په پوره پاملرنې نیول شوی دی. هغه د طالبانو خبرداری چې گواکې د ټاکنو بهیر به گډوډ کړي، د هغوی خپل تبلیغات وگڼل چې هدف یې د خلکو په منځ کې ویره اچول دي: «خلک د طالبانو له تبلیغاتو څخه په ویره کې نه دي. دا د خلکو کار دی او طالبان په دې حد کې نه دي چې د افغانستان یوه ډیره مهمه سیاسي پروسه چې ټول حکومت او په ځانگړې توگه امنیتي ځواکونو ورته چمتووالی نیولای دی، اخلال کړي، دا ډیره واضحه ده.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقيانځور: Mirwais Jalalzai

صدیقي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د طالبانو حرکتونه د کشفي او استخباراتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي او د طالبانو جنگیالي نه شي کولای چې د ټاکنو پر وړاندې کوم چلنج رامنځ ته کړي.

په پام کې ده چې د ملي اردو، پولیسو، ملي امنیت او محلي پولیسو ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه د حمل د میاشتې د ۱۶مې نیټې د ټاکنو امنیت وساتي. د افغانستان د کورنو چارو وزارت وایي چې د ضرورت پر وخت به د ایساف ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو پر وړاندې د امنیتي گواښونو د راکمولو په موخه په تیره اوونۍ کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۶۰ عملیات تر سره کړي دي.

دغه پوځي عملیات د ننگرهار، زابل، کندهار، غور، کونړ، نورستان او د غزني په ولایتونو کې تر سره شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د وینا له مخې د دغو عملیاتو په تر سره کیدو سره د ټاکنیزو مرکزونو پر وړاندې امنیتي گواښونه راکم شوي دي.

په عین وخت کې د کابل اوسیدونکي وایي چې په پلازمینه کې امنیت ښه دی خو په ولایتونو کې د ټاکنو پر وړاندې امنیتي گواښونه موجود دي. د رحیم الدین، په نوم د کابل ښار یو اوسیدونکی وایي: «د کابل وضعه ښه ده، خو د ولایتون نه. ولایتونه ورځ تر بلې نا امنه کیږي. موږ له دې کار سره عادت کړی دی، که چیرې نا امنۍ او جگړې هم وي موږ به په ټاکنو کې گډون کوو.»

د کابل ښار یو بل تن اوسیدونکی احمد جاوید، وایي چې د افغانستان امنیت او راتلونکی پرمختگ خپله د خلکو په لاس کې دی او افغانان د خپلې ښې راتلونکې له پاره باید په ټاکنو کې گډون وکړي: «وطن زموږ دی او خپل وطن باید جوړ کړو. باید زموږ هر ځوان په ټاکنو کې گډون وکړي او خپل راتلونکی ولسمشر په خپله خوښه وټاکي. موږ آرامي، سوله او آزادي غواړو.»

په عین کې د ټاکنو کمیسیون وایي چې د ټاکنو د تر سره کیدو له پاره یې خپل ټول چمتووالی نیولی دی او د ټاکنو حساس مواد یې هم ولایتونو ته لیږدولي دي.