1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنیز کمپاین امنیت ټینگولو ته چمتو یو»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۱, دوشنبه

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پولیسو د ټاکنیزو کمپاینونو د امنیت خوندي ساتلو له پاره جدي تدابیر تر لاس لاندې نیولي دي. تر دې د مخه په هرات ولایت کې د ټاکنیز کمپاین دوه تنه غړي وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/1B69e
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو ټاکنیز کمپاینونه د دلو د میاشتې پر ۱۳مه نیټه پيل شول او د یوې اوونۍ په تیریدو سره ټاکنیزو کمپاینونو ته کوم خطر متوجې شوی نه دی.

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري د میاشتې ۱۰مه) په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «په افغانستان کې د کمپاینونو پر وخت، زموږ له پاره وخت فوق العاده اهمیت لري. تیره اوونۍ چې تیره شوه هڅه مو وکړه چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کاندیدانو او د کاندیدانو د کمپاینونو د دفترونو له پاره زمینه برابره کړو.»

په عین وخت کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې په روانه اوونۍ کې د ځانمرگي برید کوونکو یوه ډله نیولې ده چې غوښتل یې پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونه تر سره کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په وروستیو اوونیو کې یې د کابل، ننگرهار، کندهار، کونړ، هلمند، غزني او د فراه په ولایتونو کې ۵۶ عملیات تر سره کړي دي. د دغو عملیاتو موخه، د ټاکنیزو کمپاینونو د گډوډولو له پاره د مخالفینو د تخریبي پلانونو له منځه وړل په گوته شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت د ارقامو له مخې، په دغو عملیاتو کې د دولت د وسلوالو مخالفینو د ډلو ۷۹ تنه غړي وژل شوي او نور ۴۷ تنه نیول شوي دي.

نوي ټاکنیز مرکزونه

وروسته له هغې چې د افغانستان امنیتي وزارتونو اعلان وکړ چې د رایې ورکولو ۴۱۴ مرکزونه د امنیتي خطر له گواښ سره مخامخ دي او په دغو ځایونو کې د ټاکنو تر سره کیدل امکان نه لري، نو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایې ورکولو ۳۲۳ نوي مرکزونه جوړ کړل. د رایې ورکولو د دغو نوو مرکزونو د جوړولو هدف، د ناامنه ولسوالیو او کلیو بانډو خلکو د رایې ورکولو مرکزونو ته لاس رسی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې دوی چمتو دي چې له ۳۲۳ نوو مرکزونو څخه د ۳۱۷ مرکزونو امنیت وساتي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۱ تنو نوماندانو ځانونه نومولي دي
د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۱ تنو نوماندانو ځانونه نومولي دي

په دې اړه صدیق صدیقي، وویل: «د ټولو هغو مرکزونو، چې د ټاکنو د کمیسیون له لوري یې موږ ته لست راکړل شوی دی، د ۶۷۴۸ مرکزونو امنیت به وساتو او هر هغه څه چې په اختیار کې لرو د دغو مرکزونو د امنیت ټینگولو له پاره به هڅه وکړو. هیله من یو چې خلک د ټاکنو په ورځ په پراخه کچه حضور ولري.»

په عین حال کې عادي وگړي وایي چې په کابل او د افغانستان په یو شمیر نورو سترو ښارونو کې امنیت ټینگ دی او خلک کولای شي چې په ټاکنو کې گډون وکړي، خو د هغوی په وینا په نا امنه ولسوالیو کې د مخالفینو د گواښ له کبله په ټاکنو کې د خلکو گډون ستونزمن دی.

د کابل یو تن اوسیدونکی قدیر وایي: «اوس ژمی دی او ټول [طالبان] پاکستان ته تللي دي. په کابل کې امنیت ښه دی خو په اطرافو کې دا امکان نشته چې گنې ټاکنې دې تر سره شي.»

د کابل د قره باغ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی محمد اکرم، بیا وایي چې د تیرو لسو کلونو په پرتله د افغانستان امنیتي ځواکونه ډیر پیاوړي شوي دي او دغه ځواکونه کولای شي چې د ټاکنو امنیت خوندي کړي: «د افغانستان ځواکونه پیاوړي شوي دي. په تیرو لسو کلونو کې د دغو ځواکونو وضعیت ښه نه وو، خو اوس ښه شوی دی او کولای شي امنیت ټینگ کړي. په قره باغ کې هیڅ امنیتي گواښ موجود نه دی او موږ کولای شو په ټاکنو کې گډون وکړو.»

د افغانستان ولسمشریزي او د ولایتي شورا گانو ټاکنې د ۱۳۹۳لمریز کال د حمل د میاشتې پر ۱۶مه نیټه تر سره کیږي.