1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټولو له پاره يو شان امکانات

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲, چهارشنبه

د آلمان ټول ګوندونه د «ټولنیزعدالت» غوښتونکي دي. دغه عبارت ښايي په راتلونکو میاشتو کې د ټاکنو پر مهال یو ډیر مهم نقش ولوبوي او ټول ګوندونه ښايي «ټولنیز عدالت» د خپلو شعارونو په سر کې راولي.

https://p.dw.com/p/17hy4
[34471568] Bayern bei Schulleistungsvergleich erneut vorn ARCHIV - Kinder nehmen am Dienstag (18.01.2011) in der Grundschule Burmesterstraße in München (Oberbayern) am Unterricht teil. Die Grundschule nimmt an dem Modellversuch «flexible Grundschule» (FleGs) teil, bei dem die Kinder vor ihrem Übertritt in die weiterführenden Schulen je nach ihren Fähigkeiten zwischen drei und fünf Jahren in der Grundschule bleiben können. Bayerns Grundschüler können am besten lesen und rechnen. Dies zeigt nach Informationen der Nachrichtenagentur dpa der neue Bundesländer-Grundschulleistungsvergleich. Er wird an diesem Freitag in Berlin vorgestellt. Foto: Peter Kneffel dpa/lby +++(c) dpa - Bildfunk+++
Schulleistungsvergleich Deutschlandانځور: picture-alliance/dpa

دا په داسې حال کې ده چې د النس بخ د نظر پوښتنې انستیتیوت د څیړنو پایلې ښيي چې ۷۱ سلنه آلمانیان اوس په «ټولنیزعدالت» کې خلا ویني. د دې انستیتویت په حواله ډیر شمیر آلمانیان فکر کوي چې دغه خلا او نواقص ښايي په راتلونکې کې لا پسې ډیراخه شي.

په ټولنیز عدالت کې پېسې کوم نقش نه لوبوي

د ډیرو نورو هیوادونو پر خلاف په آلمان کې د «ټولنیز عدالت» په اړه ډیر بحثونه د ثروت د بیا ویشلو په اړه نه دي. بلکې نیمایي آلمانیان په دې باور دي چې ټولنیز عدالت په دې معنی دی چې د سترو شرکتونو پر ډيرو عوایدو، پر ډيرعاید لرونکو او یا هم د هغوی پر شتمنیو باندي اضافي مالیات وضع شي.

د INSM د ادارې مشر هاربیرتوس پیلینګهر، وايي چې دا په آلمان کې له ټولنیز لحاظه یوه منل شوې خبره ده چې د ټولنې د بېلابېلو طبقو تر منځ واټن موجود دی. د آلمان د النز بخ نومي انستیتوت د یوې څیړنې له مخې چې د نوموړي شرکت په غوښتنه یې تر سره کړې ده، دا خبره معلومه شوې ده.

هاربيرتوس پيلينگهر
هاربيرتوس پيلينگهرانځور: picture-alliance/dpa

ښاغلی پیلینګهر وایي: «نزدې ۹۰ سلنه آلمانيان په دې نظر دي چي ټولنيز عدالت هغه وخت ساتل کيدای شي چې ټول ماشومان د پوهې او زده کړې ورته امکانات ولري. د آلمان په فدرالي جمهوریت کې په دې برخه کې سترو اقداماتو ته ضرورت شته.»

د آلمان ټول ګوندونه د خپلو انتخاباتي پروګرامونو په سر کې د ټولنیز عدالت موضوع شاملوي. دا په داسې حال کې ده چې د بیلي فیلد له پوهنتون څخه ستیفن لیبیګ وایي چې هر ګوند د «ټولنیز عدالت» څخه یو بل ‌ډول مفهوم وړاندې کوي. هغه د بیلګې په توګه وایي چې چپیان «ټولنیز عدالت» د ثروت د بیا ویشلو په معنی بولي خو نور آلماني ګوندونه بیا وایي چې دغه عبارت په اصل کې د ټولو له پاره د یو شان امکاناتو د برابرولو معنی لري.

ښاغلي لیبیګ ټینګار کوي چې نابرابري په اتومات ډول د بې عدالتۍ معنی نه ورکوي. هغه زیاتوي: «ټولنیز عدالت همداراز دا معنی لري چې خلکو ته د هغوی د هلو ځلو مناسب انعام ورکړل شي. دغه ډول عدالت هم د ټولنیز عدالت یوه مهمه برخه جوړوي.»

دغه کارپوه د «النس بخ» هغو څیړنو ته اشاره کوي چې ښيي ۸۱ سلنه آلمانیان د دې پلویان دي چې باید د یوه وګړي ښه کار په ښه ډول وستایل شي. دا په دې معنی ده چې که څوک په یوه دفتر کې ښه کار وکړي، او یا هم داسې یو ورزشکار چې ډیر وخت تمرین کوي باید د نورو په پرتله ډیر وستایل شي.

عدالت یو احساس دی

په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې د ثروت بیا ویش د «ټولنیز عدالت» په موضوع کې ډیر مهم نقش لوباوه. دا په داسې حال کې چې اوس د دغه عبارت مفهوم ډیر پراخ شوی دی. لیبیګ وایي: «زه فکر کووم چې د ټولنې هر غړی تمه لري چې له هغه سره عادلانه چلند وشي. ځکه چې بې عدالتي وګړو ته داسې احساس ورکړي چې نور کسان د هغوی په قیمت ګټې تر لاسه کوي.»

دا له علمي لحاظه په اثبات رسېدلې خبر ده چې که د یوه شرکت کارګر داسې احساس وکړي چې ورسره سم چلند نه کیږي، نو هغوی خپل له کار سره علاقه له لاسه ورکوي. همداراز بې عدالتي انسانانو ته رواني ستونزی هم رامنځ ته کوي.

زده کړه د عدالت له پاره

که لوی شرکتونه هڅه کوي چې د ټولو له پاره د کار مناست شرایط برابر کړي نو د آلمان ګوندونه هم باید دغه مادل ته په کتو سره د ټولو کورنیو او ماشومانو له پار ه ورته شرایط مساعد کړي.