1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټويوټا کمپنۍ جريمې ته غاړه کښېښوده

شمس الرحمن ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبه

د ټويوټا موټر جوړوني شرکت په خپل څو ډوله موټرو کي د نقص په هکله امریکا چارواکو ته پر خپل وخت د اطلاع د نه ورکولو له امله باید ۱۷،۳۵میلیونه ډالره جریمه ورکړي.

https://p.dw.com/p/175XG
انځور: picture-alliance/dpa

سره له دې چې د ټویوټا شرکت د جریمي د ورکولو له پاره خپل رضایت ښودلی دی، خو وايي چې دوی کومه تیروتنه نه ده کړې.

د ټویوټا کمپنۍ د لکسس آر ایکس ۳۵۰ او د آریکس ۴۵۰ ایچ ماډل هغه موټر چې په ۲۰۱۰ عيسوي کال کي پلورل شوي ول هغه له پیرودونکو څخه بیرته راټول شوي ول.

د دغو امریکايي چارواکو په خبره د جون په میاشت کي د راټولو شوو موټرو تخنیکي ستونزه دا وه چي د دغو موټرو د فورمات د سستیدو له امله د هغه پر اکسلیټر فشار واریدېدلای شي.

د امریکا متحده ایالاتو د ترانسپورت ادارې د مسئولینو په خبره دغه لویه جریمه چي د موټر د جریمو په برخه کي یو ریکارډ دی له دې امله پر دغي کمپنۍ ولګول شوه چې دوی پر خپل وخت د دغې تخنیکي ستونزي په اړه نه خبر ورکړی دی او نه يې هم دغه موټر سمدلاسه بیرته راټول کړي دي.

له۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۱ میلادي کاله پوري د ټویوټا کمپنۍ د څو ماډلونو په موټرو کي د اکسلیټر د فشار په برخه کښي یو څه جنجالونه رامنځته شول، چې له امله يې د ټویوټا کمپنۍ دې ته اړه شوه چې د نړۍ په کچه پلورل شوې ۱۹میلیونه موټر بیرته را وغواړې.

د ټویوټا کمپنۍ له خوا په خپاره شوې یوه خبر کي ویل شوې دي چې د دوی کمپنۍ د امریکا متحده ایالاتو له حفاظتي قوانیونو څخه پر سرغړوني له اعتراف کولو پرته د جریمې ورکولو ته غاړه ایښې ده.

په شمالي امریکا کي د ټویوټا کمپنۍ د کيفيت د کنترول د ځانګي مشر ری ټیګواﺉ، ویلې دي «موږ د دې مسئلې د حل له پاره تیار یو، ځکه چې موږ باید په دې جنجال کي د وخت د ضایع کولو پر ځای د موټر چلوونکو د ژوند د ساتلو او ژغورني مسئلې ته خپل پام راواړوو.»

د(NHTSA) په نامه د امریکا د لویو لارو د تراسپورتي خوندیتوب اداره وايي، چې دوی له ډیرو موټر چلوونکو څخه پوښتني کړي دي او د هغو د معلوماتو په رڼا کي يي د می په میاشت کي له ټویوټا کمپنۍ سره اړیکه ونیوله.

د دې نظر پوښتني په پایله کي دا جوته شوه ده چې په ټویوټا موټرو کې د فرش يا غالۍ د سست سريښولو له امله د موټر پر اکسلیټر فشار راځي.

په دې ترڅ کي یوه میاشت وروسته د ټویوټا کمپنۍ دغي امریکايي ادارې ته د په جواب کي وویل، چې دوی په دې برخه کي د ۶۳ پیښو په اړه معلومات لري او ډیر ژر به د دوی له خوا د دغو موټرو د بیرته رانیولو اعلان وشي.