1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټپي شوي پاکستاني خبریال وضعیت ښه دی

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۳۱, یکشنبه

د پاکستان د ټپي شوي تلویزوني ژورنالیست حامد میر، روغتیايي وضعیت ښه دی. پر ده باندې تیره ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې وسلوالو کسانو برید کړی وو. د حامد میر ورور د پاکستان پر استخباراتي کړیو د دغه برید تور لگولې دی.

https://p.dw.com/p/1BlHy
انځور: picture-alliance/dpa

د پولیسو د رپوټ له مخې حامد میر، د شنبې په ورځ د کراچۍ له هوایي ډگر څخه د خپل دفتر پر لور روان وو چې موټر سايکل سپرو د ده پر موټر برید وکړ. زیاته شوې ده چې بیا وروسته نورو موټر سایکل سپرو د ده موټر تر تعقیب لاندی نیولی دی.

حامد میر چې د «جیو» په نامه د یوه شخصي تلویزون د گردي میزونو کوربه توب یې کاوه، په خیټه او پښو کې درې مرمۍ خوړلي دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د هغه روغتیايي حالت د انديښنې وړ نه دی.

دا په تیرو څو میاشتو کې پر نوموړي ژورنالست باندې د برید دویمه هڅه ده. تیر کال د ده تر موټر لاندې یو بم ځای پر ځای کړل شوی وو، خو د چاودیدو څخه تر مخه خنثی کړای شوی وو.

حامد میر لومړنی ژورنالیست وو چې په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د میاشتې د یوولسمې نیټې د بریدونو وروسته یې د القاعدې د ترهگرې شبکې د مشر اسامه بن لادن سره مرکه کړې وه.

حامد میر د پاکستان په نسبي توگه نا آرامه ایالت بلوچستان کې د زرونو خلکو د لادرکه کیدو په پیښو کې د ممکنه نقش لرلو له پاره د پاکستان پر استخباراتي ادارو او پوځ باندې د نیوکو له پاره مشهور وو.

حامد میر، د تلویزوني خپرونو د گردي میزونو کوربه توب کوي
حامد میر، د تلویزوني خپرونو د گردي میزونو کوربه توب کويانځور: picture-alliance/dpa

«حامد میر ته گواښونه شوي وو»

د حامد میر، ورور عامر میر، چې خپله هم ژورنالست دی، د دغه برید تور د پاکستان پر استخباراتي شبکې آی اېس آی، لگولی دی. نوموړي زیاته کړې ده: «هغه [حامد میر] ماته ویلي وو، که پر ما باندې څه وشي نو د هغې مسوولیت د آی اېس آی، د مشر جنرال ظهیر الاسلام پر غاړه دی.»

د پاکستان پوځ دغه تورونه ردوي

د پاکستان وسله والو ځواکونو د یوې بیانیې په خپرولو سره دغه تورونه رد کړي دي. دغه بیانه د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانگې (ISPR) له لوري خپره شوې ده. په دغه بیانیه کې راغلي دي: «د آی اېس آی او یا د آی اېس آی د مشر پر وړاندې بې اساسه تورونه لگول د ډیر تأسف وړ او گمران کوونکي دي.»

په بیانه کې پر حامد میر باندې شوی برید غندل شوی دی او د هغې په اړه یې د عامه څیړنو غوښتنه کړې ده.

د «بې سرحده خبریالانو» د ټولنې د رپوټ پر اساس، په روان میلادي کال کې تر اوسه په پاکستان کې اوو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تیره میاشت د پاکستان یو بل مشهور خبرال رضا رومي، د پاکستان په لاهور ښار کې له ورته یوه مرگوني بریده روغ رمټ ووت. نوموړی خبرالک د طالبانو په هکله د انتقادي نظر لرلو له کبله مشهور دی.

ترافيکي پیښه

د پاکستان په سویل کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۴۲ کسان وژل شوي او نور ۱۷ بیا ټپیان شوي دي. د پولیسو د وینا له مخې یو بس موټر چې د کراچۍ ښار ته روان وو د «سکهر» په سیمه کې له یوه تراکتور سره جنگیدلی دی. په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.