1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاته راغلو کانديدانو لاريونونه دوام لري

۱۳۸۹ آذر ۹, سه‌شنبه

په لسګونو تنه پاته راغلي کانديدان د يوه مارش د تر سره کولو وروسته د لوي څارنوالۍ په انګړ ورننوتل.

https://p.dw.com/p/QLa5
پاته راغلي کانديدان په کابل کي د لاريون پر محال
پاته راغلي کانديدان په کابل کي د لاريون پر محالانځور: Don Duncan

هغوی د ټاکنو پر کمېسيون نيوکه کوله چي د دوی رايي يې يا باطلي اعلام کړي او يا يې هم د نورو په ګټه کارولي دي.

کانديدان چي د بيلا بيلو ولايتونو څخه کابل ته راغلي ول شکايت يې کاوه چي د ټاکنو کمېسيونونه يوې مافيايي کړۍ په غيږ اخيستي او په خپله خوښه عمل کوي.

يو شمير نوماندانو خو دا هم ويل چي که چيري شکايتونو ته يې رسيدګي و نه سي په ځانونو پوري به بمونه وتړي او په خپلو ولايتونو کي به يې پر برياليو نوماندانو والوزوي.

د معترضو کانديدانو له ډلي د محمد يوسف امين ځاځي په نامه يو تن دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي دوی ځکه لوی څارنوالۍ ته ورغلي تر څو هلته عدالت ترلاسه کړي.

د ځاځي په وينا له دوی سره د مور او ميرې چلند سوی او پر رايو يې زور واکانو خېټه اچولي.

د يو شمير کانديدانو دغه اعتراض نوره کومه نوي خبره نه ده خو ډيری افغانان ويره لري چي اوس د دغه ټاکنو سياسي مشروعيت هم تر پوښتني لاندي راغلی دي.

تيره ورځ د ټاکنو کمېسيون ريس برياليو کانديدانو ته د وکالت تصديق پاڼي هم وويشلې چي لوي څارنوالۍ دغه کار ناسم او د دوی له لوري بې اعتباره وبلل.

د لوی څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي چي د دوی له لوري د ټاکنيزو جرمي پيښو د څېړلو په وړاندي د ټاکنو د کمېسيون له لوري جوړ سوي خنډونه دا ښيي چي متخلف چارواکي له عدالت څخه بيريږي.

د لوی څارنوالۍ او انتخاباتي کمېسيونونو تر منځ لانجې هغه محال زور واخيست چي تيره اونۍ د ټاکنو وروستۍ پايلي اعلام سوې.

د انتخاباتو په بهير کي پراخو لاس وهنو اوس د ټاکنو روڼ والي له جدي پوښتني سره مخامخ کړی او خلک په دغو لاس وهنو کي حکومت او ټاکنيز کمېسيونونه دواړه ګرم بولي.

خو د ولسمشر کرزي وياند يو ځل بيا په دغو ټاکنو کي د ولسمشر د مداخلي په اړه خپاره سوي رپوټونه له واقيعت څخه لري بولي.

وحيد عمر وايي چي ولسمشر د ټاکنو په بهير کي لاس وهني سره هيڅ ډول علاقه نه لري.

« ولسمشر د ټاکنو په بهير کي هيڅ کله هم مداخله نده کړي، او هغه څه چي بايد تر سره سي هغه بايد د قانون په رڼا کي وي، په خاصه توګه جمهور ريس د غزني له ولايت سره د ټاکنو د کمېسيون د چلند په اړه هم چندان دلچسپي نه لري خو ټينګار يي پر دې دی چي هر هغه ګام چي پورته کيږي بايد د افغانستان له اساسي قانون او نورو نافظه قوانينو سره اړخ ولګوي».

تر اوسه پوري په دقيقه توګه نده معلومه چي ايا د ټاکنو کمېسيونونه به دې ته حاضر سي چي د لوی څارنوالۍ مفتشينو ته ځوابونه ورکړي که څنګه.

خو هغه څه چي ډيري معترض کانديدان يي غوښتونکي دي په دوو برخو ويشل کيږي.

لومړی: د هغو رايو با اعتباره کول چي په يو شمير مرکزونو کي قرنطين سوي.

دوهم: د بيا ځلي پارلماني ټاکنو تر سره کيدل.