1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاخه عمر مهاجرو لپاره د ژبي د زدکړي ستونزي

۱۳۹۶ فروردین ۲۷, یکشنبه

آلمان کې د نويو مهاجرو له پاره د ژبې زده کړه له مهمو او ضروري موضوعاتو څخه شميرل کيږي. دا هم يو حقيقت دی چې د پاخه عمر لرونکو مهاجرو لپاره د يوې نوې ژبې زده کول او له يو نوي ماحول سره عادت پيدا کول دومره اسانه نه دي.

https://p.dw.com/p/2bJDU
Leipzig, Deutschkurs für Flüchtlinge - Lehmbangruppe Language institute
انځور: DW/R. Dawa

قطنته له سوريې څخه آلمان ته راغلې مهاجره ده. د هغې عمر له پنځوسو کلونو څخه اوچت دی. اولادونه یې له نوموړې څخه دوه کاله د مخه آلمان ته راغلي وو چې بيا هغه په دې وتوانيده چې خپل ځان د آلمان لائپزګ ته ورسوي.

اوس قطنتې د پاره اړينه ده تر څو د نورو مهاجرو په شان آلماني ژبه زده کړي. که څه هم دغه کار ډير وخت نيسي او يا د هغې لپاره سخته تماميږي خو په کار چې دا معيار پوره کړي.

دغه سوريايي ميرمن تر څنګ د دې چې عمر ېې زيات دی ليک لوست هم نشي کولای. دغه دوه موارده د دې سبب شوي چې قطنته ونشي کړاي د نورو زده کونکو په شان د آلماني کورس په ټولګي کې ښه ونډه واخلي او ژبه زده کړي.

په دغه حالت کې د قطنتې لپاره د آلماني ژبې زده کول يو ستونزمن او حتی له وسه پورته کار بريښي. هغه چې له پخوا تعليم نه لري د دغې نوې ژبې ليکل او لوستل ورته ډیر ګران کار دي، په داسې حال کې چې له کورس څخه وروسته د خپل کور مسئوليت هم پر غاړه لري.

وړيا کورسونه

د آلمان د مهاجرت ادارې (BAMF) د آلماني ژبې د زدکړې لپاره د هر مهاجر له پاره د ۱۲۰۰ ساعتونو وړيا کورس شرايط مهیا کړي دي. د دغو کورسونو نيول آلمان ته د تازه وارد شويو مهاجر لپاره اړين دي.

له دغه پروګرام څخه فارغ شويو مهاجرو ته د (B1) سند ورکول کيږي. د بي يو یا بي آینس ليول، د روزمره عادی خبرو او پوهاوي لپاره کافي ثابت شوی دی. خو د پاخه عمر لرونکو مهاجرو لپاره په دغې ټاکل شوې موده کې د بې آينس ترلاسه کول تر يو حده ستونزمن ثابته شوی دی.

سوزان الخاطب چې د آلمان په لائپزګ ښار کې د ليمباو ګروپ په نامه ښوونځي مشر دی وايي چې په يو ټولګي کې چې هلته د مختلفو عمرونو افرادو په ګډه زدکړې کوي ګټور سيستم نه دی.

هغه وايي څرنګه چې ځوانان د جذب چټکه وړتيا لري، مشران يې نلرې. الخطاب وايي چې د پخو عمرونو لرونکو مهاجرو لپاره باید د زدکړې نورې متفاوتې طريقې په پام کې ونيول شي.

ګډ ټولګي که جلا

نوموړی وايي د مهاجرت ادارې بايد دغه واقعيت ته په کتو د پاخه عمر لرودونکو افرادو لپاره جلا او ځانګړي ټولګې په نظر کې نيولي وی.

د میرمن قطنته په ټولګې کې د حسين النعمت په نوم يو بل مهاجر چې دی هم د ډير عمر خاوند دی، آلماني ژبه زده کوي. نعمت وايي چې د روانې ستونزو د لرو سره سره کورس ته راځي.

د زيات عمر درلودونکو مهاجرو بله ستونزه د هغوي روغتيايي حالت او کورنۍ مسئوليتونه دي. دغه ټول هغه موارد دي چې د دوي د زدکړې بهير ټکنی کولی شي.

د نعمت په وينا د زيات عمر لرونکو افرادو لپاره تر ټولو مهمه مسئله د شيانو د نومونو نه هيريدل دي. اکثره مشران شکايت کوي چې هغه څه چې دوی زده کوي بيرته يې له حافظې څخه وځي. نعمت وايي چې د دغې ستونزې د حل لپاره په کار ده چې د ټولګيوالو شمير کم کړل شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.10.2016):