1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پارلماني ټاکنو احتمالي وخت ښوول شوی

۱۳۹۶ فروردین ۱۷, پنجشنبه

افغانستان بالاخره د پارلماني ټاکنو له پاره یوه احتمالي وخت ښوولی دی. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارلانشا مشر محمد وریماچ، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه «ټاکنې به د روان لمریز کال په پای کې» ترسره شي.

https://p.dw.com/p/2amJC
Schild der afghanischen Wahlkommission
انځور: DW

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دې ډول به د افغانستان پارلماني ټاکنې په ۲۰۱۸م کال کې تر سره شي. په اصل کې باید دغه ټاکنې د ۲۰۱۵م کال په می میاشتې کې تر سره شوی وای، ځکه د ۲۰۱۵م کال په جون میاشت کې د پارلمان صلاحیت پای ته رسېد.

رپوټ زیاتوي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو پر سر ناندرۍ او د ټاکنیز کمیسیون گډوله د دې سبب وه چې د انتخاباتو له پاره یوه نیټه وټاکل شي. که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې د پارلمان صلاحیت وغځا وه، خو په دې هکله هم ناندرۍ موجودې وې چې آیا دا کار له قانون سره اړخ لگوي که نه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دار الانشا رئیس وریماچ، ویلي دي چې د ټاکنو له پاره دقیقه نیټه لا نه ده ټاکل شوې. د هغه په خبره لا هم ډیر بې ځوابه پوښتنې شته چې پر نورو سربیره یې یوه دا ده چې خراب امنیتي وضعیت ته په کتو سره څرنگه ټاکنې تر سره کیدای شي. د امریکا متحدو ایالاتو د یوه وروستي رپوټ له مخې د افغانستان یوازې ۵۷ سلنه برخه د حکومت په کنترول کي ده.

د وریماچ، په خبره یوه حل لاره الیکترونکي انتخاباتي سیستم کیدای شي. خو په دې هکله یې د نورو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

وریماچ ویلي دي چې نړیوال سلاکاران دغه امکان ارزوي. دغه سیستم ښایي تر۲۳۰ میلیونه ډالرو پور لگښت ولري. ویل شوي دي چې په دې هکله له نړیوالې ټولنې سره د اقتصادي تمویل په هکله خبرې اترې کیږي.