1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پارلماني ټاکنو نیټه اعلان شوه

۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوشنبې په ورځ د پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نیټه اعلان کړه. د نوي اعلان شوي مهال ویش له مخې به د روان کال د اکتوبر پر ۲۵مه نیټه ټاکني وشي.

https://p.dw.com/p/1HfBL
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دې کمیسیون په ولسمشریزو ټاکنو کې له رامنځ ته شویو ستونزو څخه درس اخیستی دی، او داسې اصلاحات یې رامنځ ته کړي دي چې ستونزي کمي کړي.

د افغانستان تیري ولسمشریزي ټاکني د پراخو درغلیو له تورونو سره مل وې. ټاکنیز جنجالونه آن تر دې حده پوري ورسیدل چې په پای کې د ټاکنو پایلې هم په واضیح ډول اعلان نه شوې او د ملي یووالي حکومت د یوه سیاسي تړون له مخې رامنځ ته شو.

که څه هم د ملي یووالي په حکومت کې ښکیلو دواړو مشرانو، ولسمشر اشرف غني  او اجرائیه وي رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو ژمني کړي وې، خو د دې اصلاحاتو د رامنځ ته کیدو په موخه د کمېسیون د مشرۍ پر سر اختلافات د دې لامل شول چې اصلاحات او آن ټاکني وځنډوي.

نورستاني له رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل: «موږ یوه اصلاحي طرحه چمتو کړې ده او هغه مو له حکومت، ملي شورا او خلکو سره شریکه کړې ده. په دې طرحه کې په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل شامل دی.»

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر همداراز وویل چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې په ټاکنیزو چارو کې لاس وهنه وکړي.