1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پارلماني ټاکنو پايلي و ځنډېدې

۱۳۸۹ مهر ۲۵, یکشنبه

ټاکل سوې وه چي نن د يکشنبي په ورځ د افغانستان د پارلماني ټاکنو لومړنۍ رسمي پايلي اعلام سي خو دغه نيټه وځنډيده.

https://p.dw.com/p/PgEU
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون نن وويل چي پايلي به د راتلونکي چهارشبنې په ورځ اعلام کړي
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون نن وويل چي پايلي به د راتلونکي چهارشبنې په ورځ اعلام کړيانځور: AP Graphics

دا لومړی ځل نه دی چي د ټاکنو د اپتدايي رسمي پايلو اعلام ځنډول کيږي، بلکي تر دې دمخه هم يو ځل د يوې اونۍ دپاره ځنډول سوي وې.

د ټول ټاکنو د کمېسيون د نطاق په وينا چي دغه پايلي يي ځکه ځنډولي ترڅو د خلکو د ريښتينو رايو د ثبت او د ټاکنو په بهير کي ښه روڼ والی رامنځ ته سي.

نورمحمد نور دويچه ويله ته وويل چي د ټاکنو دارالانشاه ترډيرو بحثونو وروسته نن د ځنډ دغه پريکړه وکړه.

ټاکل سوې چي همدا نن دوې بجې دغه پايلي اعلام سوي وای خو بيا تر پينځو بجو او اوس هم د دوو ورځو لپاره ځنډول سوي دي.

نور محمد نور وويل چي دوی دغه پريکړه ځکه کړي چي ترڅو د هغو صندوقونو رايي په دقت سره وشميرل سي چي تر شک لاندي ول او اوس کمېسيون ته را رسيدلي دي.

د تيرو څو ورځو راهيسي د ټاکنو په هغو پايلو باندي يو شميرکانديدانو اعتراض کاوه چي د دغه کمېسيون په ويب پاڼه کي په قسمي ډول خپريدې او هره ورځ به پکښي کمي او زياتي را برسيره کيدی.

اوس داسي ګنګوسې هم رامنځ ته سوي چي ګواکي يو شمير حکومتي چارواکي د ټاکنو د اپتدايي رسمي پايلو د ځنډ لامل ول هغه ګنګوسي چي تر اوسه يې په اړه افغان حکومت خپل غبرګون ندی ښولي.

خو د انتخاباتو د کمېسيون وياند پر دوی باندي هر راز د بهرنيو او کورنيو فشارونو خبرونه بې اساسه وبلل او هغه يي رد کړل.

نورمحمد نور دويچه ويله ته وويل چي د ټاکنو پايلي به د چهار شنبې په ورځ اعلاميږي. نور په دې اړه د نورو معلوماتو د وروکولو څخه ډډه وکړه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل