1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پارلماني کړکيچ لمن نورهم پراخه شوه

۱۳۹۰ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

له پارلمانی ټاکنو کابو یو کال تیر شو، خو شخړه یی حل نه شوه. يوه نوي ډله چي ځان«اصلاح غوښتونکي» ګني او د ولسمشر له يو ورستي فرمان ملاتړکوي د هغي ډلي په مخالفت راولاړه شوی چي له «قانون څخه د ملاتړ» په نوم مشهوره شوي ده

https://p.dw.com/p/12Hdd
په کابل د یو شمیر پارلمانی استازو د اعتصاب صحنه
په کابل د یو شمیر پارلمانی استازو د اعتصاب صحنهانځور: DW

دغی نوی ډلې له «قانون څخه د ملاتړ په نوم ډلې» په مقابل کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له اعتصاب سره د خپل مخالفت اعلان وکړ . دغی ډلی د ټاکنېز کړکیچ په اړه سخت دریځ نیول د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف کړنه وبلله .

د «اصلاح غوښتونکو» دا ډله د ولسي جرګې د غړي عالمي بلخي په مشرۍ جوړه شوه او نن یې د ېوې اعلامیې په خپرولو د اعتصاب له دوام سره خپل کلک مخالفت څرګند کړ.

د اعلامیې پر وینا چې په دې ډله کې د ولسي جرګې ۵۰ سلنه غړي شامل دي نومونه به ډیر ژراعلان شي . ښاغلي بلخي له اعتصاب سره د خپل مخالفت دلیل د هېواد حقیقي او حقوقي اشخاصو ته سپکاوی وباله .

تېره ورځ د ولسي جرګې دوهم نایب احمد بهزاد په خپلو څرګندونو کې ویلي ؤ چې د اساسي قانون د ۶۱ مادې پر بنسټ حامد کرزی «ناقانونه» ولسمشر دی . په ولسي جرګې کې د «اصلاح غوښتونکو» په نوم نوې ډله د ښاغلي بهزاد دا څرګندونې د ده شخصي نظر ګڼی .

دا ډله وايي چې د هېواد د ولسمشر مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستل د هېواد له نافذه قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده . دوه ورځې وړاندې مشرانو جرګې هم د ولسي جرګې د ځينو غړو د اعتصاب له دوام سره مخالفت ښودلی ؤ او هغه یې د نظام پر ضد توطیه بللې وه .

مشرانو جرګې د ولسمشر پر وړاندې سختې څرګندونې د ده سپکاوی ګڼلی ؤ ، خو په ولسي جرګې کې له قانون څخه د ملاتړ په نوم ډله وايي چې مبارزه یې قانوني او موخه یې د ولسمشر سپکاوی نه دی .

په همدې حال کې د ولسي جرګې د ځینو غړو اعتصاب نن ( سه شنبه) هم دوام درلود او خبرداری یې ورکاوه چې که حکومت یې غږ وانه وري نو دوی به د ارګ په څلورو دروازو کې سترې غونډې جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان د علماوو سرتاسرې شورا هم د ولسمشر له فرمان او د ځانګړې محکمې له پریکړې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ .

ولسمشر کرزي تیره اونۍ د یوه حکم په صادرولو سره د ټاکنو پایلو په اړه وروستۍ پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپارلې او ددغه کمېسیون چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې د ټاکنو پایلې به هرو مرو یو څه بدلون ومومي .

خودا لا نه ده څرګنده چې د ټاکنو کمېسیون پریکړه به وکیلان څه ډول ومني او معترض نوماندان به تر کومه بریده قانع کړای شي .

کابل/ محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: عبدالباري حکيم