1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس د پيښي يو تن نيول سوی دئ

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۱۸, پنجشنبه

په پاریس کې د « چارلي ابدو» مجلې پر دفتر د چهارشنبې ورځې له دریو تنو يرغل کوونکو څخه یوه یې ځان پولیس ته سپارلی دی. پولیس په پاتي دوو نورو پسې گرځي. د دغه طنز لیکونکي مجلې پر دفتر برید په نړیواله کچه غندل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1EGXe
انځور: picture-alliance/dpa/French Police/Handout

د پاریس د څارنوالۍ یوه چارواکي ویلي دي چې د «چارلي ابدو» طنزي مجلې پر دفتر د چهارشنبې ورځې له دریو تنو برید کوونکو څخه یو یې د دغه هیواد په شمال کې له بلجیم سره په سرحد کې پولیسو ته ځان تسلیم کړی دی.

دغه فرانسوي څارنوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ۱۷ کلن ځوان د مرکزي اروپا پر وخت د شپې پر ۱۲ بجو ځان پولیس ته سپارلی دی. د فرانسې (BFM) تلویزوني شبکې د خپلو خبري سرچینو په حواله ویلي دي، چې دغه کس په ټولنیزو شبکو کې د خپل نوم تر لیدو وروسته يې ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.

تر دې دمخه د فرانسې پولیسو اعلان کړی وو، چې د «چارلي ابدو» طنزي مجلې پر دفتر درې تنه برید کوونکي یې پيژندلي دي. د دغو بریدگرو دوه تنه یې (سعید او شریف کواشي) سره ورونه دي چې الجزایري الاصله فرانسویان دي. دریم يرغل کوونکی ۱۸ کلن حمید مراد دی.

د دغو دوو ورونو د پيدا کولو هڅي رواني دي. د فرانسې پولیسو د پنجشنبې ورځي په سهار وختي د دغو دوو انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې دوی دواړه په وسلو سمبال او خطرناک دي.

«چارلي ابدو» یوه طنزي اونیزه مجلې ده، چې په ۱۹۹۲م کال کې یې خپل کار پیل کړی دی. په دې مجله کې په پرله پسې ډول د مختلفو دینونو، مذهبي شخصیتونو، سیاستوالو او پیژندل شوو څیرو کاریکاتورونه خپریږي. په دې وروستیو ورځو کې د «اسلامي دولت» ډلي مشر ابوبکر بغدادي کاریکاتور د دغې مجلې په تویتر پاڼه کې خپور شوی وو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د چهارشنبې په ماښام د پاریس د خونړي برید په مناسبت خپله وینا کې د پنجشنبې ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۸مه) په ټوله فرانسه کې د ماتم ورځ اعلان کړه.

د یمن القاعدې د دغه برید د مسئوليت ادعا کړې

د فرانسې د پولیسو په وینا، د دغو درو يرغل کوونکي څخه د یوه ئې په موټر کې د هویت کارت پاته شوی دی. د فرانسوي ادارو په حواله یو له دغو دوو ورونو څخه شریف کواشي، په ۲۰۰۵ کال کې مخکې له دې چې په عراق کې له اسلامپاله ډلو سره یوځای شي، د ترهگرۍ په تور نیول شوی وو.

کواشي په ۲۰۰۸م کال کې عراق ته د جهادیانو د لیږلو او ترهگرۍ په تور په ۱۸ میاشتې بند محکوم شوی وو.

تر اوسه پوري کومي ډلې د دغه برید مسئولیت پر غاړې نه دی اخیستی. خو د برید له عیني شاهدانو څخه یو تن ویلي دي، چې د بریدکوونکو يوه يې په خپل موټر کې د سپریدو پر مهال وویل: «رسنیو ته ووايه چې دا د یمن د القاعدې کار وو». د عیني شاهدانو په خبره بریدگرو د الله اکبر شعارونه ورکول او ویل یې چې دا عمل یې د اسلام د پيغمبر د کاریکاتور د جوړولو په غچ کې وکړ.

دغه يرغل په اروپا او دباندي د مسلمانانو او اسلامي سازمانونو له خوا په کلکه غندل شوی دئ. دوی ټولو ويلي دي چي دا له اسلام سره کوم تړاو نه لري. د مصر الاذهر چې د اسلامي فتواوو غټه مرجع گنل کیږي او د اسلامي کنفرانس سازمان دغه حمله سخته غندلې ده.