1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس په غونډه کي د سوو ژمنو څخه راضي يو

۱۳۸۷ خرداد ۲۴, جمعه

يوه خبره هغه داچي د پاريس په غونډه کي مرستي ډيري وسوې يعني دوه چنده پيسي زموږ په اختيارکي راکړل سوې

https://p.dw.com/p/EJRK
د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر انورالحق احدي
د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر انورالحق احديانځور: DW

د پاريس په غونډه کي د افغانستان د ماليې د وزير ډاکټر انورالحق احدي سره د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو ځانګړې مرکه.

دويچه ويلي: ستا په آند د پاريس د غونډي څخه تاسو راضي ياست.

احدي: بلي موږ راضي يو ولي چي د 29 ملياردو ډالرو مرستي ته ضرورت درلودی چي موږ په دې غونډه کي 20 مليارده ترلاسه کړه، موږ دا توقو نه درلوده چي تر 15 ملياردو به ډيري ترلاسه کو او سربيره پر دې چي موږ ته پيسې ومنل سوې ټول هغه استازي چي دلته په دې غونډه کي وږغېدل، په خاصه توګه د فرانسې جمهوررييس او د امريکا دجمهوررييس مېرمن بوش زموږ د زړه له کومي ملاتړ وکړی، هغوی هم په نيظامي او هم په اقتصادي برخه کي زموږ سره د خپلو مرستو د دوام وعده راکړه، نو په دې سره زه ويلای سم چي هغه څه چي موږ غوښتل ټول مو ترلاسه کړل.

دويچه ويلي: د پاريس د غونډي او د لندن د غونډي تر منځ تاسو کوم توپير وليدی ستاسو په آند دغه غونډه بريالۍ وه او که هغه.

احدي: دواړي غونډي موافقي وې او تقريباً د دواړو غونډو هدف يو و، په هغه غونډه کي هم د رژيم د پاره د يوه نړيوال حمايت غوښتنه سوې وه او په عيني حال کي د اقتصادي پر مختګ د پاره چي، موږ يوه اندازه پيسې غوښتې وې. په دې غونډه کي هم د حکومت څخه سياسي حمايت وسو او د پراختيايي پروژو د پاره يي پيسې راته راکړې خو يوه خبره هغه داچي د پاريس په غونډه مرستي ډيري وسوې يعني دوه چنده پيسي زموږ په اختيارکي راکړل سوې.

دويچه ويلي: دا وار د مرستو د راټولو د پاره پخپله د افغانستان د حکومت لخوا يو پنځه کلن پراختيايي پلان وړاند سو که په دې اړه يو څه معلومات راکړی.

احدي: دا يو جامع پلان دی چي درې برخي لري، يوه رخه يي د امنيت ده چي پر اردو او پوليسو باندي ډير ټنګار کوي دوهمه برخه يي د حکومت داري ده چي پکښي عدليه او محلي حکومت باندي ټنګار کوی او دريمه برخه يي د اقتصادي او اجتماعي پر مختګ لپاره ده.

موږ د لندن غونډي ته هم داسي يو مقدماتي پلان درلودی مګر اوس هغه تکمل سو دغه به اوس يوه لار ښوونه وي چي موږ په امنيتي، اقتصادي او د حکومت کولو په ساحه کي څه ډول پروګرامونه پر مخ بوزو.

دويچه ويلي: په تيرو شپږ و کلونو کي چي کومي پيسې د افغانستان سره مرسته سوې د هغوی ډيره برخه د انجوګانو له تريقه په مصرف رسېدلي ستاسو په آند او به په دې کي کوم بدلون راسي او کنه.

احدي: په راتلونکي کي هم شايد يوه اندازه د انجوګانو د خوا څخه مصرف سي او يوه اندازه پخپله د دونرانو لخوا څخه مستقيماً قرادادونه وکړي، خو زموږ بحث د دونرانو سره دادی، چي شپږ کاله پخواد افغانستان په حکومت کي چندان ضرفيت نه و او پدې اساس باندي ضرورت ددې و چي هغه کارونه چي اصلاً بايد حکومت يي وکړي هغه د انجوګان د د نړيوالوموسسو لخوا څخه سوی وايي، مګر اوس چي د افغانستان حکومت ضرفيت ترلاسه کړی او ورځ تر بلي ډيريږي نو په کارده چي هغه کارونه چي بايد حکومت يي وکړي بايد د هغو لخوا څخه وسي او کوم کومک چي دوی کوي بايد حکومت ته يي ورکړي.