1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس په قاتلانو پسې لټون

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آبان ۲۵, دوشنبه

د پاريس قاتلان څوک دي؟ په فرانسه کي تر تروريستي يرغلونو وروسته پراخي پلټني پيل سوي دي. د دغو بريدونو ډېر پلونه بلجيم ته رسيږي. د سرحد په کنترول کي پوليسو يوه جدي تيروتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1H6MG
Paris Attentat Fahndung nach Tätern
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

په پاريس کي تر خونړيو يرغلونو وروسته يو شکمن په تېښته کي دئ. د بلجيم عدلي چارواکو د عبدالسلام صلاح په نوم يوه شکمن کس پسې د نړيوالو پلټونو غوښتنه کړې ده.

د «لي موندا» په نوم ورځپاڼي ليکلي دي چي صلاح د شنبې په ورځ د بلجيم سرحد ته نژدې د فرانسې په شمال کمبيرا سيمي کي د پوليسو له تلاښۍ تير سوی دئ. له هغه سره په موټر کي دوه نور کسان هم سپاره ول.

دغه وخت چي صلاح د پوليسو تر تلاښۍ تيريږي څو ساعته دمخه لا دا روښانه وه چي هغه د پاريس پر کنسرت سالون باندي يرغلگرو ته يو موټر په کرايه نيولی وو.

صلاح د پاريس پر کنسرت سالون باندي د يوه ځانمرگي بريد کوونکي ورور دئ. پر دغه سالون باندي په يرغل کي شاوخوا ۹۰ انسانان ووژل سول.

Frankreich Paris Terroranschläge Fahndungsfoto Abdeslam Salah
انځور: picture-alliance/dpa/Police Nationale

هسپانوی ورځپاڼي «ايل پايس» په خپله ويبپاڼه کي ليکي، فرانسوي پلټونکي اټکل کوي چي کيدای سي صلاح هسپانيا ته تښتېدلی وي. هسپانيا ته هم د بلجيم په شان خبر ورکړل سوی دئ، چي په سرحدونو کي کنترول پيل کړي. په راپور کي ليکل سوي دي چي هسپانيا ته د تورن کس تېښته يو احتمال دئ.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د يکشنبې په ماښام په پاريس کي د يرغلونو په طراحانو پسې ستري تلاښۍ وسوې. د تلاښيو د پايلو په اړه تر اوسه پوري په رسمي توگه څه ويل سوي نه دي. په دغو تلاښيو کي درې شکمن کسان نیول سوي او يوه وسله هم موندل سوې ده. ويل کيږي چي دغه تلاښۍ نه يوازي د پاريس د پيښو په اړه، بلکي په ټوله کي د تروريزم پرضد سوي دي. په دغو عملياتو کي د اوسېدو پنځلس سيمي تلاښي سوي دي.

په پاريس کي د جمعې په ورځ ماښام يرغلونو کي ۷ بريد کوونکي وژل سوي دي. يرغلگرو د کانسرت پر سالون سربيره غوښتل چي د فوټبال يوه لوبغالي ته هم ننوځي، په دغه لوبغالي کي د جرمني او فرانسې د ملي لوبډلو دوستانه لوبه روانه وه او ۸۰۰۰۰ نندارچيان پکښې راټول سوي ول.

په دغو يرغلونو کي شاوخوا ۱۲۹ انسانان ووژل سول او تر ۳۵۰ زيات نور ټپيان سول، چي ځيني ئې سخت ټپيان دي.

فرانسې په سوريه پر داعش بمبار کړی

فرانسې ويلي دي چي د دغه هيواد هوايي ځواک په سوريه کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر خزو باندي بمباري کړې ده. دغه يرغل چي له امريکايي ځواکونو سره په همږۍ سوی دی په پاريس کي تر بريدونو دوې ورځي وروسته سوی دئ.

د فرانسې د دفاع وزارت د يکشنبې په ماښام اعلان وکړ چي هوايی ځواک ئې د سوريه په رقه ښار کي د داعش پر پټنځايونو باندي ۲۰ بمونه غورځولي دي. دوی ويلي دي چي په رقه کي ئې د داعش د جنگيالو د روزلو يو کمپ، د قوماندې يو مرک او وسله تون بمبار کړي دي.

په پاريس کي د بريدونو پړه داعش يا «اسلامي دولت» ډلي پرغاړه اخيستې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل