د پايپ لاين پر سر د ايران او پاکستان خبري
۱۳۹۱ اسفند ۱۰, پنجشنبهد پاکستان جمهور رئيس آصف علي زرداري د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۲۷) تهران ته ورسېد او د دغه هيواد د جمهوري رياست په ماڼۍ کي ئې له خپل ايراني سيال محمود احمدي نژاد سره وکتل.
د ايران د جمهوري رياست له دفتر څخه په ورکړل سوي راپور کي راغلي دي، چي محمود احمدي نژاد په دغه ليدنه کتنه کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د گازو د پايپ لاين جوړول «يو مهم کار» وباله.
زرداري هم ډاډ ورکړ چي پاکستان به د دغي پروژې په جوړولو کي خپل ټول تلاښونه وکړي. د فرانسې خبري آژانس د پاکستان د جمهور رئيس په حواله ليکلي دي: «سيمه ييزو او نړيوالو لوبه کوونکو ډير تلاښ وکړ چي د ايران او پاکستان تر منځ د اړيکو خنډ وگرځي، خو خلک اوس پوه سوي دي، چي د اسلام د دښمنانو پرضد څه ټول چلند وکړي.»
پاکستان اعلان کړی دئ، چي د دې پروژې په اړه د امريکا د مخالفتونو غم به جدي وخوري که نه دغه هيواد به د انرژۍ له سخت بحران سره مخامخ سي.
ايران په خپله خاوره کي د پايپ لاين د غځولو کار تقريباً پای ته رسولی دئ، خو پاکستان د دغه پايپ لاين چي ويل کیږي يونيم ميليارد ډالره مصرف ورباندي راځي د جوړولو کار په خپله خاوره کي تراوسه شروع کړی نه دئ.
آصف علي زرداري دغه راز د چهارشنبې په ورځ له آيت الله خامنه ای سره هم کتلي دي. خامنه ای د ايران و پاکستان ترمنځ د گازو پايپ لاين د «مهمو همکاريو» يوه نمونه بللې ده او ويلي ئې دي، چي تهران او اسلام آباد بايد «قاطعانه د سوو مخالفتونو څخه ځان وباسي.»
آيت الله خامنه ای دغه راز د پايښت لرونکي انرژۍ سرچينو ته لاس رسی د هر هیواد په ځانگړې توگه د پاکستان له پاره د ډير اهميت وړ بللی: «په دغه سیمه کي يوازي ايران له دغه سرچينو څخه برخه من دئ او موږ تيار يو چي په دغه برخه کي د پاکستان اړتيا تامين کړو.»
د سولي په نامه د گازو د پايپ لاين دغه پروژه چي ۲۴۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري په پلان کي ده چي گاز له ايران څخه د پاکستان او هند له لاري ختيځي اسيا ته ورسوي. په ايران کي د هاشمي رفسنجاني او محمد خاتمي د واکمنيو پرمهال د دغه پايپ لاين د جوړولو پر قرارداد ډير ټينگار کېدی خو د امريکا سخت مخالفت د دغه کار خنډ گرځېدی.
جورج ډبليو بوش د خپلي واکمنۍ په وروستي کال کي د هند او ايران ترمنځ د همکاريو د مخنيوي له پاره هندوستان ته سفر وکړ او هلته ئې حتي د هند د اټومي پروگرام پر سرد بنديزونو د ايسته کولو اعلان وکړ.
په دغه سفر کي د امريکا متحده ايالات دې ته حاضر سول چي له هند سره اټومي اړيکو ته پراختیا ورکړي، چي د ايران د انرژۍ سرچنو له اړتيا څخه خلاص سي.
د وړاندوينو له مخي د پاکستان او ايران ترمنځ د گازو د پايپ لاين دغه پروژه چي تقريباً ۷۸۵ کيلومتره اوږدوالی لري نزدې ۵ ميليارده ډالره مصرف ورباندي راځي.
په ۲۰۱۰ کال کي ايران او پاکستان پريکړه وکړه چي تهران به له ۱۳۹۳ لمريز کاله د ورځي ۲۱ ميليونه و ۵۰۰ زره مترکعبه طبيعي گاز پاکستان ته صادر وي.