1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاپ د موسيقۍ پاچا مايکل جکسن مړ سو

۱۳۸۸ تیر ۵, جمعه

د پاپ د موسيقۍ دغه امريکايی ستوری د۵۰ کلو په عمرپرون د پنجشنبه په ورځ په لاس انجلس کښي مړ سو . ده غوښتل د جولای پر 13 مه په لندن کښی کنسرټ ورکي ...

https://p.dw.com/p/Ibid
مايکل جکسنانځور: AP

هغهء د خپل کاري ژوند وروستي پړاو ته يو بېل تصور درلود. مايکل جکسن، چې پخپله يې ځان «د پاپ موزيک پاچا» باله، د ټولو گونگُسو سره سره چې گويا روغتيايي حالت يې خراب دی، غوښتل چې بياهم پر ستيج باندې راڅرگند شي. په پسرلي کې يې حتی له خپلو مينه والو سره ژمنه وکړه چې په لندن کې به بيا يو څو نوي کنسرتونه جوړوي، ده ويلي وه ،

« په لندن کې به دا زما د موزيک وروستۍ نندارې وي . بيا به نور نه راڅرگنديږم او خپل کار به بس کړم . څه چې وايم، هغه به عملي کوم هم . زه به هغه سندرې واوروم چې زما مينه وال يې اورېدل غواړي . »

په دغو سندرو کې خاصتاً د اتيايمو کالونو مشهور کمپوزونه لکه «بيلي جين» او «تريلر» راځي . د مايکل جکسن «تريلر» نوممی البم په نړۍ کې تر ټولو ډير پلورل شوی دی . هغه تقريبا پنځه شپېته مليونه واري خرڅ شوی دی . په ټوله دنياکې د مايکل جکسن تقريبا 750 مليونه البمونه پلورل شوي دي . د نوموړي د نڅا يو ډول، چې «مون والک» نوميږي، هم د هېرېدو نه دی، چې په ترڅ کې به دی پر شا روان و،

دمايکل جکسن دموسيقۍ خوښونکي د په مرګ خوابدي ښکاره کوي
دمايکل جکسن دموسيقۍ خوښونکي د په مرګ خوابدي ښکاره کويانځور: AP

د مايکل جوزف جکسن کاري ژوند هله شروع شوی ؤ چې دی لا په مکتب کې و . په 1970 کال کې دهء له خپلو وروڼو سره يو ځای د «جکسن فايف» په ډله کې يو څو اول نومره بدلي د امريکا په متحده آيالتونو کې بازار ته وړاندې کړې، چې په هغو کې د “ABC” او “I’ll be there” په نوم سندري راځي . د خپل پلار جو جکسن تر کلکي روزني وروسته، دغه ماشومان د نندارو ستوري جوړ شول او مايکل جکسن وروسته وويل چچې ماشومتوب يې له خفگانونو ډک و.

د خپل کاري ژوند په ترڅ کې مايکل جکسن بې شمېره د موزيک جايزې تر لاسه کړې، چې په هغو کې ديارلس مشهورې امريکايي Grammy جايزې هم راځي . خو نه يوازي د هغهء موزيک د دې سبب و چې مايکل جکس په رسنيو کې ډېر ياد سي، بلکه د خپل کاري ژوند په ترڅ کې دغه افريقايي امريکايي سړي خپله ظاهري څېره هم بدله کړه . پوستکی يېسپين شو او پزه يې وړه شوه . دهء پخپله دا خبره ردوله چې گويا د ښايست په موخه يې عملياتونه کړي وو.

په 1993 م کال کې پر يو ځوان هلک باندي د تېري په تور يوې بلي شخړي په مطبوعاتو کې ډېر انعکاس وموند. خو د يو څو مليونو ډالرو تاوان په بدل کې د پاپ دغه ستوري د يوې قضايي پلټني مخه ونيوله .

په 2005 کال کې پر جکسن باندي بيا په کوچنيانو باندي د تېري تورونه ولگول شول چې له کبله يې د اوږدې مودې يوه محاکمه شروع شوه، چې په ترڅ کې د هغهء د شخصي ژوند ډېرې پټي خبري راڅرگندي شوې.

کله چې جکسن ته براءت ورکړل شو، نو ځان يې گوښه کړ، تر څو د نويو پروژو دپاره قوت او ځواک پيدا کړي . د نويو کنسرتونو لړۍ ته د “This is it” يعني «همدومره و» عنوان ټاکل شوی و.

«دا به زما وروستۍ ننداره وي . په جولای کې به تاسو ټول ووينم . »

خو د دې امکان نور نسته . د دې پر ځای د مايکل جکسن په مليونونو مينه وال په ټوله دنيا کې د وير او ماتم په حالت کې دي، ځکه چې ستوری يې د پنځوسو کالو په عمر د زړه د درېدو له امله مړ شوی دی . مايکل جکسن دوه واري واده کړی و، چې يوه مېرمن يې د الويس پرېسلي لور لايزه ماري وه، او سربېره پر دې دی د درېو ماشومانو پلار هم ؤ .

هِن / نسيم صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري