1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني استخباراتو پخوانی مشر حميد ګل مړ شو

آ‌ژانسونه۱۳۹۴ مرداد ۲۵, یکشنبه

د پاکستاني استخباراتو پخوان مشر حميد ګل مړ شو. نوموړی په افغانستان کي د شوروي د يرغل پر وخت و مجاهدينو ته د امريکا د وسلو د رسولو يوه مهمه وسيله ؤ.

https://p.dw.com/p/1GGC0
انځور: picture-alliance/AA/M. Aktas
د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانې رئیس جنرال حمید گل د مغزې خونریزۍ له امله د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو. حمید گل په افغانستان کې د پخواني شوروې د اشغال پر مهال د افغان مجاهدینو او وروسته بیا د وسله والو اسلامي ډلو ملاتړ کړی کاوه.

د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف په خپور سوي غبرګون کي د متقاعد جنرال حميدګل په مړينه خواښيني ښودل سوې ده. د لومړي وزير د ګوند د رسنيو د دفتر له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي «لومړی وزير د هغه د روح له پاره دعا کوي.»

د پاکستان د لومړي وزير تر څنګ يو شمېر نورو پاکستاني سياستوالو د حميدګل په مړينه د هغه د لاسته راوړونو او شخصيت ستايني کړي دي. خو افغانستان او هند پر حميدګل د توندلارو او وسله والو د ملاتړ تور لګاوه. ښايي د پاکستاني چارواکو له لوري د حميد ګل ستاينو دغه دواړه هيوادونه ناخوښه کړي وي.

د حمید گل لور عظماء گل اسوشیټډ پرس خبرې آژانس ته ویلي دي چې پلار یې د یکشنبې په شپه(د شنبې او یکشنبې تر منځ د شپې په وروستیو کې) پلازمېنې اسلام آباد ته نږې په مري کې وفات شوې دی.

حمید گل په ۱۹۳۶ عیسوي کال زیږدلې وو، او د پاکستان په پوځ کې یې دنده درلودله او د هند او پاکستان تر منځ په دوو جگړو کې یې گډون کړی دی. هغه د گاونډي هیواد هند په مقابل کې تل د پاکستان پر اټومي وسلو د سمبالیدو پلوې کوله.
نوموړی د له ۱۹۸۷ میلادي کال څخه تر ۱۹۸۹ کاله پورې د پاکستان د نظامي استخباراتي شبکې ISI د مشر په توگه د افغان جهادیانو د مالي ملاتړ او وسلو د برابرولو په برخه کې د امریکا د CIA سره مرسته کوله. هغه وروسته د امریکا متحده ایالاتو سره مخالفت پيل کړ او په ښکاره توگه یې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن په شمول د تندلارو اسلامي ډلو ملاتړ کاوه.

د پاکستان د نظامي استخباراتي ادارې د مشر په توګه د حميد ګل په وروستيو کالونو کي په پاکستان کي يو شمېر مليشې جوړي کړل سوې او هغوی ته وسلې ورکول سوې. د نورو تر څنګ په ۱۹۹۰ کال تأسيس سوې د لشکرطيبه ډله هم د يادولو وړ ده.

حميد ګل د خپل تقاعد وروسته زيات پر رسنيو راڅرګندېدی او د افغان طالبانو، کشميري وسله والو ډلو او توندلارو اسلامپالو څخه به يې دفاع کوله. حميد ګل د امريکا پر متحده ايالاتو د سپتامبر د ۱۱مې بريدونه د يهوديانو توطيه بلله.