1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله زوی په کونړ کي وژل شوی

۱۳۹۶ اسفند ۱۷, پنجشنبه

په کونړ ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د پاکستاني طالبانو د یوه مشر ملا فضل الله زوی وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2tvAy
US-Drohnen in Afghanistan
انځور: picture alliance/Pacific Press/A. Ronchini

د پاکستان امنيتي چارواکو او په طالبانو پوري اړوندو کړیو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې عبدالله الیاس امان دیري، د چهارشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې پر ۷) د افغانستان د ختیځ کونړ ولایت پر یوه روزنیز مرکز د امریکایې ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

د دغو سرچينو په حواله د بې پیلوټه الوتکو له خوا د فیر شویو توغندیو په برید کې په مجموع کې ۲۱ تنه جنګیالي وژل شوي دي. امان دیري، د پاکستاني طالبانو څلورم لوړ پوړی چارواکی دی چې له تیرو څو میاشتو راهیسې د امریکایې ځواکونو د بی پیلوټه الوتکو د برید په نتیجه کې وژل کیږي.

د پاکستان د حکومت د دښمنانو پر وړاندي د امریکا متحدو ایالاتو کمپاین تلاښ کوي چې په دې وروستیو کې له پاکستان سره ډیرې خړي پړي شوي اړیکې بیرته ښې شي. امریکا متحد ایالات پر پاکستان تور لګوي چې په مخ پر ډیریدونکي ډول د افغان طالبانو ملاتړ کوي او په دې توګه په دغه هیواد کې د نړیوالي ټولني د بیارغونې هڅې له بې ثباتۍ سره مخامخ کوي.

طالبان یو وار بیا په افغانستان کې د ډیرو ولسوالیو کنترول په لاس کې لري. په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په نتیجه کې په زرونو افراطيان ګاونډي هیواد افغانستان ته وتښتیدل. پاکستاني او افغاني طالبان ګډې ريښې لري، خو په جلا جلا ډول فعالیتونه کوي.

د افغانستان د ولایتي شورا یوه استازي د چهارشنبې په ورځ ویلي ول چې پر یوې مدرسې د برید په نتیجه کې په مجموع کې ۲۷ تنه جنګیالي وژل شوي دي. په هغه وخت لا څرګنده نه وه چې دغه برید پر پاکستاني یا افغاني طالبانو ترسره شوی دی.