1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د مهمو غړو لیدنه

۱۳۹۵ آبان ۱, شنبه

د طالبانو درو مهمو غړو په دغه اوونی کي پاکستان ته سفر وکړ او په اسلام آباد کي یې د پاکستاني چارواکو سره خبري وکړې.په خبرو کي د نورو تر څنگ په قطر کي د طالبانو او کابل د وروستیو پټو خبرو په باب بحث سوی دی.

https://p.dw.com/p/2RYCT
Symbolbild Terrorismus Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

یوه افغان دیپلوماټ، یوه پاکستاني چارواکي او د طالبانو یوه لوړ پوړي غړي د شنبه په ورځ(د اکتوبر میاشتي ۲۲نیټه) وویل،چي په دغه لیدنه کتنه کي تر ټولو دمخه په قطر کي د طالبانو او کابل دحکومت د وروستیو خبرو په باب بحث سوی دی.

د اسوشتید پرس خبري آژانس په حواله په پاکستان کي د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال ددغه ملاقات څخه خبر دی ، خو ددې موضوع جزییات یې ورنه کړل. د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله پاکستان ته د هغوی په هییت کي دوه پخواني وزیران ملأ سلام حنیفي او ملا محمد جان او همدارانگه په سعودي عربستان او پاکستان کي د هغوی پخوانی سفیر مولوي شهاب الدین دلاور شامل وه.

د پاکستاني چاروکي دریځ

د پاکستان یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي هم د افغان طالبانو او پاکستاني مقاماتو تر منځ دغه لیدنه کتنه تاييد کړې ده اوویلي یې دي، چي:«اسلام آباد په افغانستان کي د سولي راوستلو پخاطر خپل رول ادأ کوي.» دده په خبره«موږ د د کابل او طالبانو تر منځ د خبرو د اسانه کولو لپاره خپلو کوښښونو ته د ۲۰۱۵ م کال په ډول دوام ورکوو، خو دنیا پوهیږي، چي هغه وخت چا د سولي پروسه اخلال کړه او زه نه غواړم دهغه ترخه واقعیت په باب اوس خبري وکړم.»

دغه چارواکي نه غوښتل، چي نوم یې افشأ سي، ځکه چي هغه د رسنیو سره دداسي حساسي موضوع په باب د خبرو کولو اجازه نلري.

پاکستان په ۲۰۱۵ م کال کي د کابل او طالبانو تر منځ لمړنیو مستقیمو خبرو ته لار خلاصه کړه ،خو دغه مذاکرات هغه وخت ناکامه سول، چي دافغانستان حکومت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرگ اعلان وکړ. بیانو د طالبانو په صفوفو کي قدرت ته د رسیدو پخاطر مبارزه شروع سوه. تر هغه وروسته د ملا محمد عمر ځای ناستی په پاکستان کي د امريکا دمتحده ايالاتو دیوې بې پیلوټه الوتکي په بمبارۍ کي ووژل سو.

وروستي تحولات

وروستي تحولات هغه وخت رامنځته سول،کله چي دطالبانو او د افغانستان د حکومت تر منځ د سولي دنوو مذاکراتو د شروع کیدو په هدف په قطر کي ددواړو طرفو لخوا پټی او محرمانه خبري تر سره سوې. 

د اسوشتید پرس خبري آژانس په حواله د طالبانو ددفتر پخوانی رییس محمد طیب اغاپه دوهه کي په دغه میاشت کي د طالبانو نوي مشر ملأ هیبت الله آخوندزاده ته یو خط لیږلی دی او د هغه څخه یې غوښتي دي،چي د پاکستان څخه ووزي او د اسلام آباد سره خپل روابط قطع کړي. هغه په خپل لیک کي همدارانگه ددوهې دفتر ته د طالبانو د رهبرۍ ورتگ غوښتی دی. د افغانستان حکومت او امريکا متحده ايالات پر پاکستان باندي تور لگوي،چي طالبانو او هم حقاني شبکې ته، چي په خاص ډول په کابل کي د سختو حملو مسؤله ده، پناه او ځای ورکړی دی.

پرورته موضوع باندي انځورونه زموږ د آرشیف څخه(29.09.2016)